د لور په پیدا کیدو ولې خفه یو؟
نن په فېس بوک کې چا ليکلي و؛ زموږ په سيمه کې چې جينۍ پيدا شي مور او پلار يې ډېر خفه وي. دا تکليف زموږ په ټولنه کې عام دی. ما دا لنډه تبصره دلته په همدغه منظور کړې ده.
د لور په پيدا کېدو خفه کېدل موږ ته تر اسلام د مخه د جاهليت د زمانې رواج پاته دی. په يو ځای کې چې امن نه وي، دولت او د قانون حاکميت نه وي او ټولنه د ځنګل په قانون چلیږي، هلته د زورور برخه غټه وي. په چور کې د زورور ګټه ده. په ځنګل کې زمری ځکه پاچا دی چې لويې داړې او زورورې مټې لري.
په يو بدوي ټولنه کې خلک زوی غواړي دا ځکه چې سړی تر ښځې په بدن قوي دی او د چور په چاپېريال کې کور ته ګټه راوړلای شي. قرآن کريم دغه حالت د جاهليت د زمانې يو قبيح عمل ګڼي او د غندلو په تر کې يې فرمايي:
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (سورة النحل آيه ۵۸)
(او کله چې د لور زيری پر يو چا شي نو مخ يې له قهره تور واوړي). او ښځه ملامتوي چې دا عار دې ماته له کومه راوړی. معلومېږي چې موږ تر اوسه لا د اسلام تعاليم پوره نه دي خپل کړي،...
خپله يوه قصه درته کوم. زه يو وخت د پوهنې وزير وم. د علماء کرامو ډېر قدر و او تلاښ دا و چې ټولنه بې له تشدده اصلاح کړو او اسلام خلکو ته په صحيح معنی ورسوو. نو ديني مدارسو او عصري ښوونځيو دواړو ته جدي توجه شوه او په نصاب او منهج کې يې هم ډېر مثبت بدلون راغی.
يوه ورځ ملايان راسره ناست و او پر يوې علمي مسلې مو بحث و، چې زما يو پخوانی آشنا ملا وويل: زړه مې نه غواړي له مجلسه ولاړ شم خو حيا دې وي ښځه مې هلته د سړک پر غاړه ګوښه کېنولې ده، ډېره انتظار شوه، بايد ورشم. که اجازه راکړئ!
ما ورته وويل: اول ولې په مجلس کې دومره ډېر کېنستلی؛ تا ته تر دغه مجلس د هغې د انتظار ختمول ضرور و. ته بايد له هغې معذرت وغواړې، ولو درباندې ثقيل هم وي. زما په خاطر يې وکړه! دويم دا چې د ښځې د نوم سره دې (حيا دې وي) ولې وويل؟ هغه وويل: ښځه بعضې اوقات چټله وي، حيض او نفاس ته يې اشاره وه. هغه وويل: دا (د حيا دې وي) اصطلاح زموږ خواته عامه ده.
وروسته ما ټول مخاطب کړل او ورته ومې ويل: هغه چا ته چې الله (ج) او د هغه رسول (ص) اوچت مقام او عزت ورکړی دی، موږ يې په کوم حق توهينوو؟ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (صدق الله العظيم). نر او ښځې دواړو ته يو ډول خطاب دی او د پوښتنې په ورځ به موږ ته په يو نظر کتل کېږي؛ دا ځکه قرآن کريم نر او ښځه يو ډول خپلو مکلفيتونو ته متوجه کړي دي:
إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (سورت الأحزاب، آيه ۳۵).
زه او ته چې مځکه او آسمان پېژنو لمونځ به کوو؛ په ولاړې به يې کوو. که نه، په ناستې به يې کوو. که نه په پروتې او حتی د سترګو په اشارو به يې کوو. چې تر څو مو سد په سر کې وي، له لمانځه نه خلاصیږو. خو د ښځې چې محضې مزاج خراب شي، لمونځ ورته معاف دی، روژه همداسې ده.
ته يې نه شې خوړلای چې په سفر کې نه يې او يا شديد ناروغ نه يې. خو د هغې که مزاج خراب وو روژه ورته معطل ده؛ که اولاد يې په نس وو او ور باندې تکليف و، خوړل ورته روا دي؛ که اولاد يې پر تي و او پر خپل يا د کوچني پر صحت وېرېده ورته معاف ده او چې هر وخت يې بيا حالت سم وو قضايي دې راوګرځوي.
موږ او تاسې ته دغه امتيازات يو هم نشته. جنت د مور (ښځه) تر پښو لاندې دی. زما و ستا نه! نو موږ په کوم مبرر د الله عزوجل او د هغه د برحق رسول (ص) نازولې (ښځې) تحقيروو؟ آيا موږ تر غيور خدای او د هغه تر غيرتمن رسول ډېر غيرتمن يو؟! آيا موږ تر هغوی په دين ښه پوهېږو؟! او آيا زموږ تر هغوی پاکي او طهارت ډېر خوښېږي؟!
موږ بايد اول ځان او بيا ټولنه اصلاح کړو. همدا موږ د دغه مسلمان ملت مشران يو. اَلْعُلَمَاءُ وَرَثَةُ الْأَنْبِيَاءِ ده او د ټولنې واقعي مشران دي. علماء دي چې په دين تر هر چا پابند او له خدایه تر نورو ډېر وېرېږي (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ).
موږ بايد د جهالت فرهنګ له خپلې ټولنې محو کړو. موږ يوه متمدنه ټولنه يو؛ اسلام متمدن بللي يو. پېغمبر (ص) پر يثرب د مدينة نوم ځکه کېښود چې مسلمان متمدن دی. د جاهليت دوره چې په هغې کې قوم او قومبازي او فساد وو، تېره شوه؛ دلته د اُمت خبره مطرح ده. دلته د يو عالي تمدن خبره مطرح ده چې هغه بايد خپل شي. مخته بايد وکتل شي.
مسلمانان بايد په دواړو جهانو کې سرلوړي او معزز خلک وي. موږ او تاسې د همدغسې يو تمدن عاملين او حاملين يو.
دوستانو! ښځه يوازې د امن او د قانون د حاکميت په فضا کې ځلېدای شي چې متأسفانه موږ اکثره نه دی درلودلی. زه خپلو اولادونو ته توصيه کوم چې موږ بايد يوه متمدنه ټولنه رامنځته کړو کومه چې اسلام راښوولې ده. موږ د دين په نوم بې ديني بايد ونه کړو او نه هم د عصريت او پيشرفت په نوم بدرفت ته مخ کړو. درناوی.