×

څـوک پلـرونه ښخـوي او څـوک زامـن

دوکتور فاروق أعظم | ۱۰ جولای ۲۰۱۴

د اولادونو په لاس د نيکه ګانو او پلرونو ښخول د انساني ټولنو معمول او د فطرت سره سم کار دی. پلرونه خپل ځای زامنو او مشران خپل ځای کشرانو ته پرېږدي.

په پښتنو کې هر مور او پلار وايي: خدای مې د زوی په يوم ښخ کړي. څوک چې د چا مور يا پلار ته د خير دعا کوي، نو ورته وايي: خدای دې د اولاد داغ نه درباندې ويني.

هېڅوک نه وايي چې مور او پلار دې تر اولاد دمخه ومري. دا يو غير طبيعي لار او حتی ښېرا ده. د اولاد په لاسونو د خپل پلرونو ښخول يو طبيعي کار دی.

همداراز، په پښتنو کې دا متل عام دی: په وير کې د انا وير، نه وير. يعنې د انا او نيکه مرګ ډېره دردناکه خبره نه ده؛ بلکې د هغوی د عمر تر معمول حد ډېر اوږدېدل، د هغوی او کورنۍ لپاره کړاو دی.

پښتانه وايي: مرګ ځينې وخت نخرې کوي، ځينې وخت پردې. د ډېر زاړه چا لپاره مرګ پرده دی. زاړه بايد د طبيعت په حکم ولاړ شي او ځای نوي نسل ته پرېږدي. زامن بايد د پلرونو قايم مقام وي.

خو کوم خلک چې د خپل وطن د ساتلو، روزلو او آبادولو نه دي، هغوی خپل د هېواد اداره نااهلو ته پرېږدي. نااهل حاکمان په ولس کې بې اعتمادي، نفاق او جګړه خپروي او د پرديو مداخلې ته لار هواروي.

پردي چې دې کور ته درغل، درجوړوي يې نه، خرابوي يې.


ګورئ! جګړه خپله يو ډول قيامت دی چې انسانان پکې په غير طبيعي مرګ مري. د نفاق اور په دې دنيا کې د دوزخ اور دی چې يو قوم پکې سوځي. د هرې جګړې لرګي انسانان دي او هغه هم ځوان نسل.

جګړه ده چې ځوان نسل خوري او جګړه ده چې پلرونه خپل زامن پکې ښخوي.

هو، هوښيار ولسونه خپل پلرونه ښخوي او احمق قومونه خپل زامن.