×

ښوونه په قلم

عزیزه افغاني | ۲۵ مرغومی ۱۳۸۸ هـ ش | ۱۵ جنوري ۲۰۱۰

بسم الله الرحمن الرحيم

لیکواله: عزیزه افغاني، د پوهنې وزارت سلاکاره

اقرأ باسم ربك الذي خلق، خلق الإنسان من علق، اقرأ و ربك الأكرم، الذي علم بالقلم، علم الإنسان ما لم يعلم

ن، والقلم و ما يسطرون - صدق الله العظیم

زموږ پر پاک رسول صلی الله علیه وسلم لومړنی وحی او د اسلام د دین لومړنی هدایت، د علم د حصول او په قلم د هغه په زده کولو سویدی. ورپسې وحی هم د قلم د تقدس او په هغه د لیکلو د اهمیت ده. د علم او قلم فوق العاده اهمیت لدې ښکاري چې الله عزوجل خپل داسې پیغمبر ته چې په ټول حیات یې لیک لوست نه وو کړی او په چاپېریال کې یې هم لیک لوست ډېر کم وو، لومړنۍ خبره د علم د حاصلولو او بیا په قلم سره د لیکلو کړیده. ددې پرځای چې علیم خدای جل جلاله خپل امي رسول سره د دښت و ریګ، اوبو او پښه او یا بل داسې شي خبره کړېوای چې د نوموړي ورسره روزمره سروکار وو، د علم او قلم وکړه. د قلم تقدس لدغه ځایه ښکاري چې د کائنات عظیم خالق (ج) په قلم قسم کړی دی. الله پاک په قرانکریم کې فرمایي چې له خدایه ډېر هغه کسان وېرېږي چې پوهان او عالمان دي، (إنما یخشى الله من عباده العلماء). زموږ د دین د مشرانو تل دا دعاء وه چې یا الله موږ ته ددین پوهه راکړه. د بدر د لویې غزا په نتیجه کې چې د اسلام لومړنی مهم جنګ وو، د مکې یو شمېر کفار د مسلمانانو په لاس کې بندیان شول. رسول الله (ص) ددوی د خوشي کېدلو له شرطونو څخه یو شرط لس تنه مسلمانو ځوانانو ته د لیک او لوست زده کړه کښېښود. انحضرت (ص) فرمایي چې علم حاصل کړئ که څه هم په چین کې وي. یا یې هدایت وکړ چې علم له کهوارې تر ګوره ترلاسه کړئ.

اوس سوال دادی دومره اهمیت چې الله پاک علم او قلم ته ورکړیدی، آیا زموږ ددین عالمانو، پوهانو او اسلامي ټولنې ورته ورکړیدی؟ او که نه، دا ولې؟ موږ د خپلې ټولنې دیني عالمان او ملایان ګورو چې دیني زده کړې کوي خو د قلم څخه لکه څنګه چې ښایي کار نه اخلي. ډېر ملایان دي چې لیک نه شي کولای او ځینې خو یې بیا خپل دغه کمي ته یو عجیبه استدلال هم کوي چې خط فن دی - علم ندي - او زه په فن وخت نه ضایع کوم. بله مهمه او عجیبه داده چې زموږ قاطع اکثریت ملایان د ښځو لیک و لوست نه خوښوي او د ښځو په لاس کې قلم بد ګڼي. دغه سبب دی چې د اکثرو ملایانو ښځې او لوڼې د علم او قلم له دواړو نعمتونو بې برخې دي.

دتاریخ په اوږدو کې هغه لومړنی پښتو لیکلی اثر چې په کتابي شکل تر موږ رارسېدلی دی د بایزید روښان خیرالبیان دی چې په 1061 هـ ق کې لیکل سویدی چې موضوع یې اسلامي فقه او شریعت دی. بایزید او پیروانو یې ډېر څه ولیکل خو ټول د توحید، فقهې او طریقت څخه بحث کوي. هغوی خپل قلم یوازې ددیني زده کړې لپاره کاراوه. دا ډېر ښه وو خو کافي نه وو.


زموږ ددین د اسلافو برخلاف، په دا را وروسته څو سوه کاله کې زموږ په جوماتونو کې یوازې دیني زده کړې کېږي او بس. کله چې تقریباً یوه پېړۍ مخکې په ګران هیواد کې رسمي ښوونځي رامنځته شول، په هغو کې د ټولنیز ژوند په هکله لیکنې او زده کړې پیل شوې. دا خبره دیني عالمانو او ملایانو ته عجیبه ښکارېده چې په زده کړو کې خو به یوازې دیني مسائل وه، دا دنیایي خبرې بیا د څه لپاره دي؟ بله مهمه خبره داوه چې د وخت حکومتونو د عصري ښوونځیو په پلوۍ وه او دیني علومو ته یې چنداني توجه نکول. پدې ډول دیني علماو ورځ په ورځ ځانونه منزوي احساسول. هغه وو چې د ښوونځیو سره یې مخالفت پیل کړ او دا تبلیغ به یې کاوه:

چې سبق د مدرسې وايي لپاره یې د پيسې وايي
جنت کې يې ځای نه وي په دوزخ کې به غوټې وهي

او یا به یې دا پروپاګند په ښوونځیو پسې کاوه چې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته ورښوول کېږي چې:

مور دې غوا پلار دې غويي سر معلم صاحب ښه سړی

ددې پروپاګند لویه وجه داوه چې د حکومتونو د عدم توجه په سبب په ښوونځیو کې د ټولنیز علم سره یوځای د پردو دود او فرهنګ لاره پیدا او وده وکړه؛ د استاد او شاګرد په کـړو وړو، جامه او پوښاک کې د پردو پېښې شروع شوې. زده کړیان که هلکان وه او که نجونې، پخپله ملي جامه کې به ښوونځي ته نه پرېښودل کېدل. له همدې ځایه په زده کړه کې ټولنیز ځنډونه پیدا او عصري ښوونځي د هیواد له عامه قشر څخه فاصله پیدا کړه. پلار او مور که غوښتلي چې اولاد یې تعلیم وکړي نو باید دا قرباني یې ورکړې وای چې اولاد یې ددوی څخه په جامه، کـړو وړو او راشه درشه کې بدل وای. دا یې قبلول کړی وای چې اولاد یې په غربي جامه (پتلون او مینی ژوب) ملبس وي او ورځ تر بلې یې د روحیه مستر یا مس جوړه شي. دا خندونه تر دې حده پیاوړي سول چې اکثرو قبیلو او قومونو ددې لپاره چې د پردو د دود او کلتور له منفي اثراتو یې خپل اولاد ساتلي وای د وخت دپاچا، حاکم او زمامدار ملاتړ او مرسته یې پدې شرط کول چې په دوی کې مکتب (ښوونځی) جوړ نه کړي. د غوايي د کودتا سره ددې خلکو خبره لا پخه شوه؛ داځکه کمونستانو به ویل چې مذهب د ټولنې تاریاک دی او عملاً یې د دیني علماو تعقیب او توقیف کوښښ کاوه. هغه وو چې دعصري علومو د ښوونې سره د عامو خلکو حساسیت نور هم ډېر سو.

څرنګه چې حکومتونو یوازې عصري علوم زموږ د ټولنې لپاره ضروري ګڼل او ددیني علومو زده کړې ته یې توجه ډېره کمه وه، نو عام خلک مجبور وه چې خپل اولادونه د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته واستوي چې پدې ډول به د ګاونډیو هیوادونو دیني مدرسې زموږ افغانانو په اولادو ډکېدې. دا بیا د هغوی خوښه وه چې دا لنډې او تنکۍ لښتې څنګه د خپل اوږدمهاله اهدافو د تامین لپاره تاو او کړۍ کړي.

تر دې لږو ډېر وخت وسو چې زموږ په هیواد کې جنګ دی. هغه کسان چې دېرش کاله دمخه د پنځو کلو وه، اوس د پنځه دېرش کلو دي. دلته خلک اکثره په 16 یا 17 کلنۍ کې واده کوي چې پدې ډول ددغوی اکثریت اوس نیکه او انا دي. یعنې دوی د زده کړې څخه پاته، ددوی اولادونه د زده کړې څخه بې برخې او اوس یې لمسیان یعنې دریم نسل راروان دی چې له سبقه محرومیږي. په هغو ښوونځیو کې اوس حتی هغه حال هم ندی پاته په کوم کې چې ما څلوېښت کاله دمخه زده کړه کړېده. موږ ګورو چې پدې څلوېښت کاله کې نورو هیوادونو، زموږ د ګاونډیانو په شمول، څومره ترقي او پرمختګ کړېدی؟ که نور هم دا وضع روانه او زموږ د تعلیم همدا حالت وي نو لیرې نده چې نور به موږ ته د ځنګلیانو په سترګه ګوري.

دا ناورین اوس پر ټولو پښتنو ځوانانو مسلط دی خو د هلکانو په نسبت نجونې ډېرې ځپل سویدي. نجونې چې د ټولنې مورینه ده بالکل د زده کړې څخه محرومه ده او د ناپوهۍ او بې علمۍ په تورو تیارو کې تېرېږي. جالبه لا داده چې د پوهنې د وزارت د اسلامي تعلیماتو ریاست ته ورغلم او ورڅخه ومې پوښتل چې د نجونو لپاره ددوي دیني زده کړې څنګه دي؟ ومې لیدل چې په اکثرو ولایاتو کې دیني مدرسې وي خو په زابل، کندهار، ارزګان، فراه، هلمند، نیمروز، پکتیا او پکتیکا کې هیڅ دیني مدرسه نه وي. ددغه علت مې ځیني وپوښتل. ویل یې چې خلک د عصري زده کړې مخالف دي. ما ورته وویل چې که دا خلک د عصري زده کړې سره جوړ نه دي نو په کار وه چې دیني زده کړې خو پکښې عامې وای؟ هغه خواب راکړ چې هلته د نجونو لپاره ددیني زده کړو استاډانې نشته. د ارمان ځای دی چې پدې دنیا کې ښځې د نارینه په نسبت د جهالت او ناپوهۍ دروند پېټی پر اوږو وړي او په اخرت کې به بیا دالله پاک په وړاندې ښځې د نارینه سره سم او برابر د سؤال او خواب ورکوونکې وي.

د تعجب او افسوس خبره ده چې د انګریزي او کمپیوټر د زده کړې لپاره ښځینه ښوونکي له ګاونډیو هیوادونو او حتی له لیرې غربي هیوادونو څخه راغوښتل کیږي خو ددیني زده کړو لپاره څوک دارنګه ښوونکی له ګاونډیو او نورو اسلامي هیوادونو څخه نه راغواړي. دوی دا کار لکه د انګریزي او کمپیوټر په مورد کې چې یې کوي دلته هم کولای سي خو نه یې کوي. دپاکستان د پېښور په تهکال سیمه کې په (1970) کې د اقراء په نوم یوه وره مدرسه جوړه شوه. د دیني زده کړو سره ددې ځای د خلکو د بې کچې مینې په سبب دغه مدرسې دومره ترقي وکړه چې اوس په ټول پاکستان کې د اقراء مدرسې دي. خلک په زرو روپۍ فیس ورکوي. دلته شاګردان دیني زده کړې کوي، قرآنکریم په ترجمه او تفسیر سره زده کوي او په تجوید سره یې یادوي. تر دغه مرحلې وروسته، د اقراء فارغان دعصري علومو په ښوونځیو کې په اووم او اتم ټولګیو کې داخلیږي. دغه نظام دومره ښه نتیجه ورکړېده چې د کانکور په ازموینه کې د اقراء فارغان بنو کالجونو ته بریالي کیږي. پدې ډول نجلۍ یا هلک د ډاکتر یا انجنیر کېدو سره سم د قرآنکریم حافظ او ددین عالم هم وي. نه یم خبره چې موږ ولې داکار نسو کولای؟ راسئ! همدا اوس ددغه کار اراده وکړو او عملاً په هغو سیمو کې چې د نجونو ښوونځي نشته یو معقول پلان جوړ او بیا یې په تطبیق کې لاس په کار سو. درناوي.

عزیزه افغانی

د پوهنې وزارت سلاکاره

۲۵ مرغومی ۱۳۸۸ هـ ش | ۱۵ جنوري ۲۰۱۰