×

پوهاوی د بریالیتوب رمز

ډاکټر فاروق اعظم | ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ هش (لومړی جنوري ۲۰۲۶م)

د تاریخ اهمیت او د هټلر د ظلمونو یادونه

څلور ورځې مخکې د جدي ۶مه د ۱۳۰۴ هش یا ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵م پر افغانستان د روسانو د شوم تجاوز د یاد ورځ وه. په دغه ورځ زما یو دوست چې تازه له بهره راغلی و، راته وویل چې څو اونۍ مخکې لور مې چې له ښوونځیه راغله سترګې یې سرې وې. ما ورته وویل: لورې سترګې دې ولې سرې دي، خوږيږي که دې ژړلي دي؟. هغې وویل، د ښوونځي ادارې موږ موزیم ته بوتلو. هلته مو د هټلر د ظلمونو عکسونه ولیدل او بیا یې یو مستند فیلم راوښود چې د هټلر عسکر د یهودو یو ماشوم د مور په غیږ کې په توپک وژني. دغو عکسونو پر موږ ډېر بد اثر وکړ؛ خو د فیلم لیدو دومره غمجن کړو چې موږ ټولو ورته ژړل.

ما دغه دوست ته وویل هوښیار قومونه همداسې وي چې د خپل دښمن ظلمونه مستند کوي او خپلو اولادونو ته یې پسله اتیا کاله هر وخت ښیي. د هغوی مشران فکر کوي چې که تاریخ هېر شي هغه بیا تکراريږي؛ په داسې لویو جنایتونو باید نوی نسل خبر شي چې د دوی پر کورنیو څه ناخوالې تېرې شوې دي او ولې تېرې شوې؟. په غرب کې ښوونځي او موزیمونه خلکو ته دا ور زده کوي چې استبداد، قومي او نژادي کرکه او ناپوهي څومره خطرناک دي. هغوی خپلو اولادونو ته ښیي چې د هټلر د وخت ناخوالې هېڅکله باید تکرار نه شي.

درې کاله مخکې یې د هټلر یو عسکر چې د جنوبي امریکا په ځنګلونو کې یې ۷۶ کاله ځان پټ کړی و، ونیو. هغه د ۱۰۲ کلونو و او محکمې ته یې کش کړ؛ هغه پر پښو نه شو درېدلی خو محکمه یې کړ، ځکه سنګین جرمونه لکه د ملت سره خیانت، ټولنیزه وژنه او استبداد د وخت په تېرېدو نه بخښل کېږي. دا چې یو عسکر ووايي پر ما امر شوی و، برائت نه شي کېدای او بل دا چې عدالت ولو ډېر ناوخته هم وي باید عملي شي، څو له دغه لارې همغه ډول ظلم بیا تکرار نه شي. د ظالم په غندلو د ظلم د قربانیانو درناوی کېږي. هغه ۱۰۲ کلن عسکر ځکه محکمه شو چې وښیي هېڅوک له قانوني تعقیب او پیګرده نه دي خلاص. دغسې کتابونه، فیلمونه، موزیمونه او محکمې خلکو ته یو درس دی چې ظلم عادي خبره ونه ګڼل شي، حقیقت باید پټ نه شي، عدالت باید هېر نه شي او ظلم بیا تکرار نه شي. په غرب کې محکمه، میډیا او موزیمونه راتلونکی نسل د افراطي نظریې او استبداد پر ضد هوښیار ساتي. هلته ظالمان او حکومتونه وېروي چې له خپلې واکۍ ناوړه استفاده ونه کړي؛ که نه یوه ورځ به ملت حتماً حساب ورسره کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو تجاوزونو تاریخ

خو موږ داسې نه یو؛ پر موږ انګریزانو، روسانو او امریکایانو د هټلر په نسبت ډېر ظلمونه کړي دي. دلته یې د دنیا د ټولو بمونو مور راوړې او لنګه کړې ده. زموږ پر ماشومانو روسانو او امریکایانو ښکار زده کړی دی؛ زموږ د تي ماشومانو په خولو کې یې برچې ایښې دي. ماشومانو د مور د تي خیال پرې کړی او د دوی برچې یې رودلې دي؛ خو دغو بې رحمه او بې ضمیره جنایتکارانو خپلې برچې د دغسې معصومو ماشومانو په ستونو ورننه ایستلې او هغوی یې وژلي دي.

موږ دا جنایتونه او بشري ضد اعمال نه دي ثبت کړي، ځکه موږ بې سواده او ناپوه ساتل شوي یو. موږ د انګلیس لومړۍ حمله او ظلمونه ثبت نه کړل چې دویمه حمله نه وای شوې. په لومړي جنګ کې د انګریزانو ۱۶ زره عسکر مړه شول، زموږ به هم حتماً ډېر شهیدان شوي وي؛ خو د جنګ تېر د شهیدانو هېر. موږ د خپلو شهیدانو قرباني ثبت نه کړه او څه مو ورڅخه زده نه کړل، نو ځکه انګریزانو بله حمله هم راباندې وکړه. د میوند په جنګ کې د انګریزانو ۷ زره عسکر مړه شول، زموږ هم حتماً ډېر شهیدان شوي دي؛ موږ اوس د هغه جنګ اتلان بې له غازي محمد ایوب خان او ملالۍ نور څوک نه پیژنو.

تر جنګ وروسته موږ کښېنناستو چې دا جنګ ولې پېښ شو او څه باید وکړو چې بیا پېښ نه شي؛ انګریزانو په ۱۹۱۹م کې بیا حمله راباندې وکړه. دا ځل هم د غازیانو د قربانیو درناوی ونه شو.

څه وخت مخکې روسانو ډېره بې رحمه حمله راباندې وکړه، يونیم میلیون انسانان یې شهیدان او د وطن د نفوس دریمه برخه یې در بدره او بې کوره کړل. موږ دا تاریخ ونه لیکه؛ څو کاله وروسته امریکا او ناټو زموږ د ګاونډیانو په مرسته تمام عیاره حمله پر افغانستان وکړه. الله پاک زموږ د مجاهد ملت د عظیمو قربانیو په نتیجه کې امریکا او ناټو معجزه غوندې مات کړل او واک ټول مجاهدینو ته په لاس ورغی.

موږ بیا هم هیڅ سوچ ونه کړ چې دا حمله پر موږ ولې وشوه؟. د دین او وطن په دفاع کې چا قرباني ورکړه؟ د هغوی نومونه مو ثبت نه کړل او نه هم سره راټول شوو چې څه وکړو ترڅو دا غمیزه بیا تکرار نه شي. موږ د خپل ځان او جهاد سره ډېر ظلم کړی او کوو یې. هغوی ته وګورئ چې له یوې خوا اتیا کاله وروسته لا هم خپلو بچیانو ته د هټلر ظلمونه ور یادوي، خو موږ ته وايي چې تاسو به خپلو ماشومانو ته په کتاب کې توره، مجاهد او شهید نه یادوئ. دوی موږ ته اوس هم د ساده ګانو په سترګه ګوري او وايي چې زموږ تجاوز او ظلمونه هېر کړئ.

ما څلور کاله دمخه په کابل کې د علومو اکاډمۍ مشر ولید او ورته مې وویل چې امارت د دوو جهادونو (روس او امریکا) ثمره ده. اوس لا د دې جهادونو ځینې مجاهدین ژوندي دي؛ مهرباني وکړئ د دواړو جهادونو تاریخ ثبت کړئ. څلور میاشتې مخکې په دارالامان ماڼۍ کې د جهادي ارزښتونو د ساتلو ریاست ته هم ورغلم او دا غوښتنه مې ترې وکړه، خو هل من مذكر؟.

د نورنبرګ محکمه او د عدالت درسونه

د نازي هټلر تر ماتې وروسته د هغه د ملګرو د ظلمونو د څېړلو لپاره د نورنبرګ محکمه دایره شوه. د دې محکمې مهم پیغامونه دا وو چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دي، د مشرانو ړوند اطاعت جرم دی او دا پلمه برائت نه شي کیدی چې موږ یوازې د امر پلي کوونکي وو. د ظلم په کار کې د آمر د امر اطاعت نشته. دا اصل په غرب کې د راتلونکو نسلونو لپاره حیاتي شو. محکمې ثابته کړه چې حقیقت باید پر افواهاتو نه، بلکې پر شواهدو بناء وي او د نازي افسرانو له ظلمونو انکار جرم وباله. دې کار د نوي جرمني بنسټ کېښود، نازي فکر یې جرم وباله او د جرمني نوی نظام یې له تېر ظالم نظام څخه جلا کړ. په ښوونځیو کې شاګردانو ته ور زده کېږي چې ظلم باید بې حسابه پاتې نه شي او د ظلم د تکرار د مخنیوي فکر باید په نوي نسل کې پیدا شي.

د اسلام نظر او د ظلم تدریجي مسلط کېدل

اسلام هم ظلم غندي او هغه څوک ملامتوي چې ظلم ویني او چوپ پاتې کېږي. رسول الله ﷺ فرمایي: «چا چې بد کار ولید باید په لاس یې سم کړي که وس یې نه و په ژبه او که دا هم نه شي په زړه کې یې بد وګڼي». مطلقه چوپتیا د ایمان د کمزورۍ نښه ده. قرآن کریم فرمايي چې ظلم کوونکي به هیڅکله بریالي نه شي (الأنعام: ۲۱).

ظلم پر ټولنه یو دم نه مسلط کېږي، بلکې ورو ورو بېخ نیسي؛ خلک د خرابیو سره عادي کېږي او وروسته بې تفاوتي او بې مسؤلیتي عامه کېږي. په ولس کې وېره خپرېږي او خلک د مقام له وېرې چوپ پاتې کېږي، چې دا د ټولنې انحطاط دی. ظلم یوازې د بدو خلکو له عمله نه پېښېږي، بلکې د ښو خلکو د چوپتیا له امله هم ظالم جرئت پیدا کوي. کله چې عذاب راځي، بیا ګناهګار او پرهیزګار نه ګوري (الأنفال: ۲۵).

پر افغانستان د روسانو د یرغل اغېزې

روسانو او د هغوی کورنیو ملګرو پر افغانانو داسې ظلمونه وکړل چې تر اوسه یې بدې اغېزې پاتې دي. د ټولنې مادي او معنوي پانګې او اخلاقو ته سخت زیان ورسېد. ځینې بېلګې یې دا دي:

  1. د وېرې فضاء خپرول: د جاسوسۍ او بې باورۍ نظام رامنځته شو؛ خلک په ساده شک وژل کېدل او د بي بي سي اورېدلو په جرم هم کسان ووژل شول.
  2. نیول او ورک کېدل: ډېر کسان بې محکمې ونیول شول او تر اوسه یې درک معلوم نه دی؛ بندیان شکنجه شول او په زور جنګ ته بوتلل شول.
  3. بې رحمه بمبارۍ: غیر نظامي اهداف، کلي، فصلونه او باغونه په نښه شول څو د مجاهدینو ملاتړ کم شي.
  4. ډله ییزه سزا: د یو کس په تور ټول کلي ته سزا ورکول کېده، لکه د کونړ د کېرالا قتل عام چې ۱۲۶۰ تنه پکې یو ځای ووژل شول.
  5. مهاجرت ته مجبورول: د نفوس دریمه برخه پاکستان او ایران ته کډواله شوه او په لکونو تعلیم یافته کسان غرب ته وتښتېدل.
  6. د نورو مداخلو ته لاره هوارول: روسي یرغل د نورو هېوادونو او ګاونډیانو لاسوهنې ته دروازې پرانیستې. امریکا دا جګړه د سړې جګړې برخه وګڼله او جګړه نړیواله شوه.
  7. د ماینونو کارول: روسانو شاوخوا ۳۵ میلیونه ماینونه په افغانستان کې ښخ کړل چې تر اوسه خلک وژني او ځمکې یې بې استفادې کړې دي.
  8. د دین او ثقافت سپکاوی: جوماتونه ویجاړ شول، علماء شهیدان شول او هڅه وشوه چې کمونستي افکار پر ټولنه مسلط شي.
  9. تعلیم ته مهلکه ضربه: د تعلیم روح له منځه لاړ، ښوونځي ویجاړ شول او یو بشپړ نسل له زده کړو بې برخې پاتې شو.
  10. د اقتصادي نظم ماتېدل: زراعت او مالداري له منځه لاړه، تولید کم شو او فقر زیات شو؛ خلک پر بهرنیو خیراتونو عادت شول.
  11. قومي ملیشې جوړول: روسانو د «ووېشه او حکومت وکړه» تګلاره خپله کړه او د پښتنو د مقاومت ماتولو لپاره یې قومي ملیشې جوړې کړې.
  12. د مغزونو فرار: د مسلکي کسانو په وتلو سره هېواد د جوړولو توان له لاسه ورکړ.
  13. د افراطیت وده: جګړې کرکه او افراطیت رامنځته کړ؛ حتی ځینو مجاهدینو هم د جګړې د درد له امله پر ښوونځیو او بې ګناه کسانو بریدونه وکړل.
  14. روحي ناروغۍ: وېره، جاسوسي او بې باوري د خلکو د عادي چلند برخه شوه او نوی نسل په قهرجن او منزوي ډول لوی شو.
  15. د اعتماد له منځه تلل: د جګړې مجبوریو خلک درواغو او فریب ته وهڅول، چې اوس دا یو کلتور ګرځېدلی دی.
  16. خپلولۍ ته صدمه: مهاجرت کورنۍ سره پاشلې کړې او ملګرتیاوې په مادیاتو ولاړې شوې.
  17. عدالت ته صدمه: د روسانو او د هغوی د ملګرو ظلمونه بې پوښتنې پاتې شول او قربانیانو انصاف ونه لید.
  18. د جګړې کلتور: وسله د قدرت نښه شوه او د ستونزو حل یوازې په زور کې ولیدل شو.
  19. دوامداره ټپونه: هغه ماشومان چې په جګړه کې بې سواده او ذهناً ټپي لوی شول، دا درد خپلو راتلونکو نسلونو ته هم لېږدوي.

پایله

د شوروي یرغل ټپونه ځکه تر اوسه پاتې دي چې عدالت پلي نه شو او د خسارې جبران ونه شو. د اسلام له نظره اشغال، د ملکي خلکو وژل او د فصلونو سوځول حرام دي. لکه څنګه چې په غرب کې د هټلر ظلمونه ثبت دي، باید په افغانستان کې هم د شوروي او امریکا ظلمونه په انصاف او حقیقت سره ثبت شي. دا یاد ساتل د کرکې لپاره نه، بلکې د دې لپاره دي چې ظلم پټ پاتې نه شي او په راتلونکي کې تکرار نه شي.

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته