مهاجرت او د تفاهم مشکلات
غلام رسول د خوست د لکڼو وو. لکه نور افغانان، دی هم د کمونستانو د ظلم له لاسه له وطنه فرار او جرمني ته د
اولادونو سره تللی وو. د ده د کلي څلور تنه لا پخوا په کار پسې سعودي عربستان ته مسافر وه.
ډېر کلونه ووتل. د غلام رسول د حج قسمت شو. هلته يې د خپل کلي د خلکو پوښتنه وکړه. چا ورته وويل چې هغوی طايف کې
دي. غوښتل يې ورشي. حاجيانو ته و طايف ته د تلو اجازه نه وه. خو هغه په ډېر تکليف طايف کې خپل کليوالو ته ځان
ورساوه.
ډېر خوښ شو چې هغوی يې وليدل. مسافر کليوال هم د غلام رسول په ليدو ډېر خوشحال شول. مېلمستيا يې ورته وکړه او نور وطنداران يې هم راوبلل.
سپين ږيري هر وخت او هر چېرې د خپلو اولادونو صفت کوي. حاجي غلام رسول له دغه عادته مستثنی نه وو. هغه و کليوالو ته د خبرو په ضمن کې له خولې ووتل چې:
«زه خپله لور حج ته را استولې يم. لور مې ډېره هوښياره او کاريګره نجلۍ ده. په يوه لويه کمپنۍ کې د مرستيالۍ دنده ترسره کوي. هره ورځ تر ډېره کار کوي. په کار کې کاميابه او پر خپل آمر ډېره ګرانه ده. ځينې وختونه بخشش هم ورکوي. هغې پيسې ټولې کړې او دادي زه يې حج ته راولېږلم. خدای دې دا د برکت کړي.»
وطندارانو يې آمين پر وکړ.
مګر په سعودي عربستان کې خو ښځه بهر له کوره بې محرمه نشي وتلای. وطندارانو ته چې د خوست له محدود کليوال محيطه راغلي و، يو افراطي مذهبي سعودي عربستان ته راغلي وه، دا ډېره د تعجب خبره وه چې د حاجي غلام رسول ځوانه لور کار کوي، تر ناوخته کار کوي، پر آمر ګرانه ده،...
هغوی ته د جرمني ژوند نه وو معلوم او حتی په دې هم نه پوهېدل چې په جرمني کې کومه پيسه چلېږي. د مجلس مشر په يو منفي طرز ديد خپل نور انډيوالان متوجه کړل چې ګورئ! حاجي صاحب په خپل د لور په پيسو حج ته راغلی دی. لور يې را استولې ده. خدای دې خير ورکړي. وايي پر آمر ګرانه ده؛ تر ناوخته د آمر سره په دفتر کې کار کوي؛ آمر يې ډالرونه بخشش ورکوي....
ګورئ! حاجي صاحب په خپل د لور په پيسو حج ته راغلی دی... آمر يې ډالرونه بخشش ورکوي....
لږ ګړی وروسته بيا يو بل کليوال حاجي غلام رسول ته وويل چې ستا لورکۍ دې خدای د برکت کړي. څومره ثواب يې وګټه چې ته يې حج ته راواستولې. دا پيسه خو حلاله ده، هغې تر ناوخته په کار ګټلې ده.
هوښياره ده؛ پر آمر ګرانه ده او په ډالرو بخشش ورڅخه اخلي. هغه بل کليوال ويل: لورکۍ دې خدای خوشحاله لري. په زحمت يې ګټلې. مفته پيسه خو څوک چا ته نه ورکوي. حتماً د خپل آمر زړه يې لاس ته راوړی دی... ها يوه بيا هغه بل ته کړه چې په پاکو پيسو راغلی دی.
د غلام رسول او کليوالو په منځ کې د اوسېدو شرايطو او د ډېرو کلونو جدايي، غټ فکري بدلون او جلاوالی راوستی وو. يوه ته د لور کار کول عادي او ښه خبره وه او نورو ته بيا عيب وو چې په اظهار يې بايد پلار شرمېدلای.
حاجي غلام رسول د جرمني په آزاد محيط کې کلونه تېر کړي وه او آزاد فکر يې کاوه. هغه او کورنۍ يې په غرب کې خپله مسلماني ساتلې وه، چې آسانه کار نه وو، او د خپل زيار او زحمت په پيسو يې خپل پلار حج ته واستاوه.
خو د غلام رسول د کليوالو شرايط داسې وه چې دغه يې نشو درک کولای؛ هغوی تر افغانستان هم په يوه سرتړلې ټولنه کې کلونه اوسېدلي وه. نو ځکه د حاجي غلام رسول خبرې هغه نورو ته د تعجب وې. د دوی ترمنځ د طرزفکر لوی واټن وو.
مهاجرت د يوه کلي خلک دومره سره بېلوي. غلام رسول خو ډېر ښه وو چې د کليوالو سره حداقل په ژبه پوهېده. د دوی اولادونه به دغومره تفاهم هم ښايي ونلري.
د دوی ترمنځ د طرزفکر لوی واټن وو.