×

مـــــــــــورې!

دوکتور فاروق أعظم | ۱۵ مې ۲۰۱۴

تا زما سره هغه وخت په اخلاص ښه کول چې زه په ښه او بد نه پوهېدم او ما ستا سره د ښه کولو توان هېڅ نه درلود. که زه اوس ستا خدمت کوم، هغه به ستا د ډېرو ډېرو احسانونو د يوې کوچنۍ برخې بدل وي. خو تا زما هغه وخت خدمت کاوه چې زه د ستا د خدمت په مفهوم او ارزش نه پوهېدم.

زه هغه وخت چې د غوښو يو ټوټه وم، مغزي مې نشو تکيه کولای او سترګې مې بېواکه وې، تا به په غېږ کې په ډېره مينه نيولی وم، زما مغزي به دې پر خپله اوږه يا لېچو تکيه کړی وو او زما پر بېواکه سترګو به دې په ناز او محبت مچولم.

زه اوس تا ته ستا د کټ سمول خپل د خدمت ډېره لويه کارنامه ګڼم او غواړم چې زما دغه احسان پر تا ډېر معلوم شي او هر وخت خيريوسې راته ووايي.

خو تا زما خراب او بوين بدن په خندا او د خوښۍ په سندرو را پاکاوه؛ احسان خو دې بېخي نه را باندې اچاوه دا ځکه زه هغه وخت په احسان نه پوهېدم.

تا به زما د خېټې د مړولو په وخت کې سندرې راته ويلې او د تشويق په راز راز طريقو به دې په ما څه خوړل؛ بيا به دې پر اوږو ګرځولم چې را باندې خوړلي خواړه مې هضم شي؛ ټيغ به زما ووت، شکر به تا وکړ؛ زړه به زما خلاص شو او الحمدلله به تا ويل او داسې به خوشحاله شوې ته وا دنيا چا در و بخښله. که به مې صحت نه وو سم او يا خوب به نه راته، ما به ژړل خو تا به په للو للو زه په غېږ او زانګو کې زنګولم. تا به کوښښ کاوه زما د راحت او خوشحالولو لپاره ما ته ځان کوچنی وښيې او د کوچنيانو په ژبه زما سره خبرې وکړې څو زه دې خپل وګڼم. چې زما شونډان به هسې وښورېدل، تا به ويل: هغه دی ويې خندل او نورو ته به دې هم خپله دغه خوښي اظهاروله.

چې په پښو ولاړ شوم، اول کار مې دا وو چې ستا څخه مې ځغستل او غوښتل به مې چې هر شی پخپله وګورم، لمس او په خوله يې کړم. ما ستا څخه ځغستل او تا په ما پسې. زما په ياد دي چې ډوډۍ به مې په نخرو خوړله؛ تا به را پسې ځغلولم او په خوله به دې را منډله. خو ما به نازونه در باندې کول او ډوډۍ به مې پر ميدان پاشله.

کله چې زه څه غټ شوم او قلم و کاغذ دې په لاس کې راکړ، نو ما به قلم د کاغذ پر ځای پر دېوال کشاوه او ستا د کور ښايست به مې در خراباوه؛ خو تا به خپل قهر لکه د زهرو غوړپ او ګوټ تېراوه او په ډېره حوصله به دې د دېوالونو له خرابولو منع کولم.

ښوونځي يا خپلوانو کره د بېولو پر وخت به مې سړک ته بې له دې چې شاوخوا وګورم منډې وهلې؛ خو تا به په مينه تر لاس ونيولم چې بچيه شاوخوا گوره چې موټر، ګاډۍ، بايسکل او يا کوم حيوان دې ونه وهي.

په ياد مې دي چې زما په اصرار دې د چوغکو د ښکار لپاره غولکه رانيوله. ما به د چوغکو په وار د ګاونډيانو د کورونو هيندارې ماتې کړې. تا به زه پټ کړم او راته به دې ويل چې بيا داسې مه کوه. خو غولکه دې نه را څخه اخیسته؛ دا ځکه ما ژړل او تا زما د ژړا تاب نه درلود. څو واري چې مې د ګاونډيانو د کړکيو هيندارې او يو وار خو مې د يو لاروي سر ورمات کړ، تا زه پټ کړم. په شپه کې چې زه ويده وم تا غولکه را څخه پټه کړه. زه چې سهار په غولکه پسې وګرځېدم، پيدا مې نه کړه. ته زما په دغه سرګردانۍ ناآرامه وې؛ خو له ډېر محبته دې په زغرده نشو ويلای چې هغه تا پټه کړې وه بلکې ويل به دې: پېريانو وړې ده.

تا به زه په کوڅه کې له جګړې منع کولم. خو ما به کاوه او هره ورځ به مې غم درته راووړ. تا تل زما مقابل طرف ملامتاوه او ما ته دې په ټينګه څه نه ويل.

په کور دننه کې مې خوږه مور وې، خو له کوره بهر ستا په لېدو مې د همزولو په منځ کې ځان ډېر کوچنی احساساوه. خدای حاضر دی په مجلس کې ستا په نوم اخيستو اوس هم شرمېږم.

کله چې دې پوهنتون ته لېږلم، تر قرآن کريم دې تېر کړم او په ژړا دې رخصت او مخروڼايي اوبه دې را پسې و پاشلې. خويندو مې ويل چې هر سهار او ماښام به دې د ډوډۍ پر وخت زه په سترګو کې جګ ولاړ وم او ګوله به دې په راحت تر ستوني نه تېرېدله. هغوی ويل چې مور ستا د بري په دعا ګوله تېروي. خو ما په مياشت هم يو ليک او ټېلیفون نه درته کاوه؛ هسې نه چې همزولي مې ووايي چې د مساپرۍ تاب نه لرم.

عسکري خو ما ونه کړه او په عوض کې د دين او وطن د دفاع په منظور د جهاد تاوده سنګر ته ولاړم. مورې! ته خوشحاله وې، پر ما او پر خپلو پاکو شيدو دې فخر کاوه او پر دښمن دې زما د بري په هيله تل د دعا لاس پورته وو.

خو ما په دغسې حساس وخت کې په مياشتو مياشتو تا ته د خپل ژوند ډاډ هم نه ورکاوه.

ښه مې ياد دي چې د کندهار د صوفي ګل محمد حکاک درې ځوانان زامن (محمود، داوود، احمد موسی) د روسانو سره په مخامخ جګړه کې يو پر بل پسې شهيدان شول، د شهيدانو مور به د فاتحې په نيت ورغلو ښځو ته ويل چې مه ژاړئ؛ هسې نه چې د زامنو شهادت مې خراب شي.

په عوض کې د صوفي کاکو ښځې د خپلو زامنو د شهادت مبارکۍ ټولولې. هو، همداسې ميندو او بچيو يې افغانستان و هر متجاوز ته هديره جوړه کړې ده.


مورې! اوس ستا د عمر اخيره ده. ډېره خوشحاله يې چې دښمن مات او بری زموږ په برخه شو. پاته دښمنان به هم خدای (ج) ورک کړي.

هغه ورځ دې راته ويل چې اوس تا ته په قلم د جهاد او خدمت ضرورت دی او د پخوا په شان اوس هم زما دعا ستا مل ده چې دلته هم د سيالانو سر شې.

تا ويل بچيه زما د تجربو څخه دا نصيحت واوره: توره او قلم دواړه ضروري دي او دواړه د ځان سره حتمي ولره. پوه شه چې توره او قلم يو او بل سره ساتي؛ د يوه کمزوري د هغه بل زوال دی. خو که يې مقابله وي نو د تورې سر قلم ته ځوړ دی.

ستا زوی فاروق