نــابــالــغه بــالــغــان
که څوک بېعدالتي ويني، مخ يې نه نيسي او تماشا يې کوي؛ که څوک ظالم ويني چې ظلم کوي خو لاس يې نه نيسي او بېطرفه ناست وي؛ که څوک ټولنې ته ضرر رسوي او نور په مقابل کې عکسالعمل نه ښيي او بېتفاوته ورته ګوري؛ داسې موقف عین ظلم او د ظالم تشويقول او په نهايت کې د ظالم ملګرتيا، د خپل کور خرابول او د نظام سره دښمني ده.
داسې ټولنه غرقيږي او د وچو سره لانده هم سوځي.
کله چې يو قوم د عذاب اسباب پخپله برابر کړي نو د عذاب مستحق شي او چې کله عذاب پرې نازل شي نو هغه عام وي؛ په هغه کې هغه کسان هم سوځي چې ظاهراً هېڅ ګناه نلري.
خو د هغوی ګناه بېتفاوتي ده.
راځئ دا تربيه او استعداد په ځانونو او خپله ټولنه کې پيدا کړو چې په ټولنيزو مسائلو کې بېتفاوت و نه اوسو.
راځئ وښيو چې زموږ ټولنه د ماشومانو، لېونيانو او اَجرّاوګانو (د بېقضاوت خلکو) يوه غونډه نده، بلکه موږ هر يو بالغ، عاقل او د مسؤليت څښتنان يو.