پټ عيبونه
ښکلې نجلۍ وه خو بېکماله او بدخویه وه، مګر د مرکو وار نهپرې کېده او هر ځوان يې طلبګار و. بل ځای بيا يو ښکلی هلک و، هر چا يې د مجلس شوق کاوه خو بداخلاقه او بېادبه و.
ښه پوه طبيب و خو بېاصوله او بېشخصيته و، پر ناروغانو يې شهوت تسکينوه. ښه ملا و خو حاکم ته يې د حق خبره نهشوه کولای.
لوی پير و خو لوی ټګ او غل هم و. لوی خان او د قوم مشر و خو قوم همدې چور کړی و. د غرب لوی تعلیمیافته و خو د غربي استعمار لپاره يې کار کاوه. د دولت عاليرتبه مامور و او خيانت يې هم په عاليه مرتبه کاوه.
هو، چا په خپل ظاهر خپل نور عيبونه پټ کړي و او چا خپل عيبونه په خپل کمال.
موږ ډېر کم ځان داسې ښکاره کوو لکه څنګه چې يو.
ای کاش، لکه څنګه چې يو هغسې ښکاره شو.