×

شکر

دوکتور فــاروق اعــظم | ۱۸ اګست ۲۰۱۱

يو ښه سړی له افغانستان څخه حج ته تللی وو او هلته يې د عراق د يو مشهور عارف سره مخ شو. پر شُکر يې خبرې شوې.

د عراق پير وويل: "موږ شاکران يو. موږ په بغداد کې د الله (ج) پر هر نعمت چې موږ ته يې راکړی دی شکر کوو."

هغه د مثال په ډول ورته وويل: "کله چې موږ ساه اخلو، زموږ ژوند اوږدیږي او د الله (ج) پر دغه نعمت شکر کوو؛ کله چې بېرته ساه باسو نو راحت راته حاصليږي؛ دلته پر دغه نعمت هم شکر کوو. په دې ترتيب موږ پر هره ساه دوه شُکره الله (ج) ته وړاندې کوو. همدا ډول چې اوبه څښو او يا ډوډۍ خورو، د بادار شکر پر ځای کوو. موږ شاکران يو او الله (ج) ته دعا کوو چې موږ په شاکَرانو کې حساب کړي."

په شکر نعمت ډېريږي او په کفران يې نعمت زائل (و ان شکرتم لأزیدنکم و لان کفرتم فان عذابی لشدید).

ايوب (ع) صابر و، نو ځکه الله عزوجل ته مقرب و: (إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ).

افغان سالک په جواب کې ورته وويل چې پر نعمت شکر کول څه کمال دی؟ دا بايد هر څوک وکړي. که دا کمال وي نو زموږ په وطن کې سپيان هم دا کمال لري – هغوی لوی شاکران دي.

هغوی ته چې بادار ډوډۍ ورواچوي، خوشحاله شي او د خوښۍ او شکرانې د ښوولو په منظور لکۍ ورته ښوروي او سر په پښو کې ورته ږدي.

ريښتنی شکر هغه دی چې څوک پر مصيبت شکر وکړي؛ يو دا چې ووايي: په مصيبت ګرفتار ښه یم نه په معصيت (ګناه) او بل ووايي چې د خپل غفلت په وجه تر دې هم د ډېر عذاب مستحق وم او زما سره اوس هم ډېر ښه سويدی.