آزادي
د کندهار د ښار شمال ته د عیدګاه د دوه طرفه جادې په منځ کې چمنونه او ګلان وو چې هر سهار به خلک د تازه هوا د تنفس لپاره ورتلل. د ښايسته مرغانو شوقيانو به خپل ښکلي مرغان لکه زرکه، جل، کرک، بلبل، کنري،... او حتی ژړانکي او شينتوپکي په قفسونو کې سهار تر لمانځه وروسته دلته راوړل او د خپل مرغه قفس به يې د بل همجنسه مرغه قفس څنګ ته ايښواوه. د دغو مرغانو قفسونه زرين، په رنګارنګ تارونو او رېښکيانو ښايسته کړي او د خوراک او څښاک ډکې ښکلې کونجيانې پکې ايښوول شوې وې. ځينو خو به زرکې او کرکان له قفسه را اېستل او زغلول به يې چې د جګړې لپاره يې ساه ور پخه کړي. کله چې به هر چا بېرته خپل مرغان قفس ته بېول نو هغوی به نه تلل خو په ډېر چل به يې بالاخره هغوی په قفس کې دننه کړل.
هغوی د اسارت د زرين قفس، ښه خوراک او هوسايۍ څخه تښتېدل؛ هغوی آزادي غوښته او په نيم نس يې په غرو او رغو کې آزاد ژوند د زرين قفس تر هوسا ولې اسير ژوند خوښ وو. خو د هغوی وزرونه ظالمانو قېچي کړي وو، الوتلای او تښتېدلای نشوای او بې وسا شوي وو. مګر بيا هم دوی د تېښتې خپل وس کاوه. مرغانو به د قفس له پنجرو څخه سوې نغمې ويلې چې يوازې يې خپل ملګري پرې پوهېدل.
د دغو ښکلو مرغانو له ښو آوازونو او زړه را کښوونکو نغمو څخه به خلکو خوند اخيست. مرغان به چې سره يو ځای شول نو داسې سوې نغمې به يې د قفس په پنجرو کې ويلې چې پر هر چا يې تأثير کاوه. مرغان بېل، آوازونه بېل او تأثر بېل وو خو د دوی ټولو يوه نغمه په خوله وه:
موږ آزاد وو پيدا شوي، حرص لالچ خپل په قفس کړو
د بـل دروه مــو درک نـه کــړه بـنـديــوان يې د هوس کـړو
يوه ورځ به داســې راســي، چـې مـو عقل سـرتـه راســي
شـو آزاد لـه پـنجرو به، مـات به طلسم د خـنـس کــــــړو