×

زمــونږ کلا

دوکتور فــاروق اعــظم | ۱۸ اګست ۲۰۱۱

د کندهار احمدشاهي کلا ما ليدلې وه چې د ښار پر شاوخوا راګرځېدلې وه. خو دروازې يې زما په وخت کې نه وې. پلار او مور مې ويل چې پخوا دغه کلا څو لويې دروازې درلودې. سهار د لمرخاته سره به خلاصېدې او لمرلوېدو به تړل کېدې.

دغې کلا په بيخ کې ديارلس (۱۳) متره سور او پاس نهه (۹) متره لوړوالی درلود. د کلا بهر چارچاپېره لوی او ژور خندق راګرځېدلی و چې ځينې ځايونه يې زما په وخت کې لا هم پاتې و.

ما خندق او کلا دواړو ته کتل چې يو ټيټ او بل جګ و. خو دا دواړه لکه نر (خندق) او ښځه (کلا) يو له بل سره لازم، ملزوم او ممد و. د خندق په خاوره او خټه دغه لويه کلا وهل شوې وه. دا کلا له همدې خندقه جوړه وه. خندق ځکه ټيټ و چې په خپله خټه يې کلا څنګ ته لوړه کړې وه.

خندق د اوبو ډک و چې دښمن نه‌شوای ترې تېرېدلای او کلا جګه وه چې دښمن نه‌شو پرې اوښتلای. کله چې به دښمن تلاش وکړ چې تر خندق واوړي او کلا ته ځان ورسوي نو له کلا څخه به مدافعينو وېشته. د کلا مدافعينو د خندق دفاع هم کوله او پر خپل ځای خندق هم د کلا مقدماتي دفاعي مورچل و.

د خندق کمال په ټيټ‌والي کې او د کلا اهميت په جګ‌والي کې و.

له لرې يوازې کلا ليدل کېده او خندق نه؛ خو د خندق کردار تر کلا کم نه و؛ هر يوه ځانته ګټورتوب او اهميت درلود. دلته ټيټ د ټيټ او جګ د جګ په معنی نه و بلکه دواړه په خپل ځای کې مهم او يوې موخې (د ښار دفاع) ته يې کار کاوه.