×

دمسلمانانو پریوتی حال

دوکتور فــاروق اعــظم | ۲۷ جنوري ۲۰۲۰

په منمار (برما) کې حکومتي عسکرو اووه لکه روهینګيايي مسلمانان قتل او په ميليونونو نور يې ګاونډي بنګله دېش ته په مهاجرت مجبور کړل. په ټوله اسلامي نړۍ کې هېچا د دغو مظلومو مسلمانانو بد حالت جدي ونه نيول.

د مسلمانانو حالت اوس داسې دی لکه د ځنګلي غواييانو پر يوه لويه ګله چې شرمښان ورشي؛ يو غوايي ور څخه جلا کړي. نور غوايي له وېرې ځغلي او شاته نه ګوري. سبا پر بل غوايي ور حمله کړي؛ نور سراسيمه، حواس بايللي او رډ رډ ورته ګوري.

هره ورځ د غواييانو همدا حال دی. ژوند يې دغسې په وېره، ناآرامي او غم تېرېږي او هره ورځ د نورو ښکار او خوراک وي. د غواييانو غټ بدن او تېره ښکرونه د دوی په درد نه خوري؛ دا ځکه عقل نه لري او چې عقل نه لري نو اتفاق به پکې له کومه شي؟

شرمښان او سپي هم د غواييانو په شان حيوانات دي. خو تر غواييانو هوښيار دي او د ښکار لپاره اتفاق سره کوي.

بالاخره يوه اسلامي هېواد جرأت وکړ او دغه شرمښ ته يې ښکر سم کړ.

تاسې به واياست دا هېواد به سعودي عربستان وي چې د اسلام مرکز او حرمين هلته دي. نه، هغه چېرې. ايران به ښايي وواياست چې د اسلام ټيکه دار ځان بولي. نه، هرګز نه.

تاسې به فکر کوئ چې پاکستان به چې د اسلام کلا ځان ګڼي د دغو مظلومانو غږ پورته کړی وي. نه، هېڅکله نه. ترکيه چې ځان د اسلامي نړۍ مشرۍ ته جوړوي، ښايي فکر وکړی چې دغه شرمښ ته به يې ښکر ورښکاره کړی وي. نه، داسې نه ده.

افغانستان هم نه دی چې منمار ته به يې خپله سره سترګه ورښکاره کړې وي، چا چې د اسلام په دفاع کې په دېرشو کالو کې د نړۍ دوو سترو طاقتونو ته د سر په کاسه اوبه ورکړې دي.


د برما د روهنګيايانو د مظلوميت غږ داسې يو کوچني غريب مسلمان هېواد جګ کړ چې د نړۍ ډېر مسلمانان يې نه پېژني. دا هېواد ګامبيا دی.

په افريقا کې پروت يو تر ټولو کوچنی هېواد چې لس زره کيلومتر مربع مساحت او تر دوه ميليونه لږ نفوس لري. دغه ډېر کوچنی، غريب تورپوستی هېواد د هاګ نړيوالې محکمې ته عرض وکړ او د منمار (برما) پر حکومت يې رسماً په هغه هېواد کې د حکومت لخوا د اقليت مسلمانانو د قتل عام (جېنوسايډ) دعوه قايمه کړه.

د حق دغه غږ دومره عظيم او مهيب وو چې د برما مشره (آن سان سوچي) يې چې د سولې د نوبل جايزه يې اخيستې وه، محکمې ته راکش کړه. هغې په ۱۰ دسمبر ۲۰۱۹م کې په محکمه کې د خپل پوځ د کړنو دفاع وکړه. خو ګامبيا يې په مقابل کې ودرېده او د ټولې نړۍ بېدار وجدان يې پر هغې وخنداوه.

هغه تحقير شوه او هغې ته د نوبل د جايزې پر ورکولو هم سؤالونه راپورته شول. د محکمې ۱۷ قاضيانو په ۲۳ جنوري ۲۰۲۰م په اتفاق حکم صادر کړ چې د منمار حکومت دې د نړيوال عدالت د تأمين په منظور په هغه هېواد کې د روهنګيايانو ځورول فورا بند کړي او د خپل اجراآتو راپور دې په دوو مياشتو کې محکمې ته وړاندې کړي.

يوه کمېټه د يو مسلمان قاضي په مشرۍ وټاکل شوه چې د محکمې دغه فيصله تعقيب کړي.

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَلْبَاب