د ثـقافـتــونــو تــوپـيــــــــر
په ختيځ کې چې ورځ وي، په لوېديځ کې شپه ده. موږ له ښي خوا ليکل کوو او هغوی يې له کيڼې خوا ليکي.
په عادتونو او رواجونو کې مو هم همدومره توپير دی. ډېر شيان دي چې دلته ښه خو هلته بد دي. دلته په مجلس کې ټيغ ايستل عادي خبره ده. سرکي اکا خو به سهار وختي د جمعې په لمانځه کې لوی لوی ټيغونه ايستل. خو په غرب کې ټيغ ايستل عيب دی. دلته ګوز عيب دی خو هلته نه دی – د ځان راحت يې ګڼي.
دلته شراب او د خوګ غوښه حرامه ده، خو هلته عامه ده. دلته بې له نکاح د نر او ښځې يوځای اوسېدل ناروا او عيب دی، خو هلته عادي کار دی. دلته نکاح تړل شرعي امر دی، خو هلته له موډه لوېدلی عمل دی.
هلته د هېواد يوه لويه برخه نفوس له هغه مور او پلاره پيدا دي چې نکاح يې نه ده تړلې؛ هلته ډېرو ماشومانو ته خپل پلرونه نه دي معلوم.
خو دلته دغسې اړيکې منفورې دي او محصول ماشوم ته يې ولد زنا وايي، مور او پلار يې پرې شرمېږي. په افغانستان کې عام ذهنيت دا دی چې د ولد زنا څخه د خير توقع نشته. دا بيا بېله خبره ده چې دلته د غرب ملګرو ته د امريکايانو خير رسېدلی.
په لندن کې د ۷ کالو د يو ماشوم (هاروي) قصه درته کوم. د هغه قصه دلته د ډېرو ماشومانو د ژوند يوه نمونه ده. دلته ځينې مشران د همدغسې يوې سابقې درلودونکي دي.
د هاروي مور (لوسي) په امريکا کې په عمري قيد بندي ده. لوسي په شپاړس کلنۍ کې له کوره وتلې او په لږ عمر د ډېرو ځوانانو د شهوت ښکار شوه. دغه بې سرپرسته نجلۍ د حرفوي جنايتکارانو په لاس ورغله او خراب کارونه يې پرې وکړل. غلاوې يې پرې وکړې، خلک يې پرې وتښتول، قاچاق او وژنې يې پرې وکړې. حکومت ونيوله او په څو سوه کاله بند يې محکومه کړه. دا به د ژوند تر پايه بندي وي.
د هاروي پلار نه دی معلوم؛ هغه به د درېيو مياشتو وو چې مور يې بندي شوه او دی انا ته پاته شو. انا دوه نيم کاله وساته. يوه ورځ چې انا يې ډېر شراب خوړلي و، هاروي ته يې نفس تنګ شو، چاړه يې راواخيسته چې ټوټه ټوټه يې کړي، په توره خلطه کې يې واچوي او په انبار کې يې وغورځوي. خو نه يم خبر چې ولې يې نظر بدل کړ. لمسی يې په داسې حال کې چې په چاړه يې څه خوږ کړی هم وو، د سړک پر غاړه خوشې کړ.
يو برتانوي ځوان (پيټر) چې پر لاره تېرېده، دغه ماشوم واخيست، روغتون ته يې يووړ او تر درملنې وروسته يې په زويتوب ونيو. هغه، هاروي لندن ته راوست او دلته يې په ښوونځي کې شامل کړ. پيټر په لندن کې په يو دفتر کې کار کوي. همجنسبازي په غرب کې اوس موډ ده. سړی د سړي سره او ښځه د ښځې سره واده کوي. پيټر د يو بل سړي (پال) سره واده وکړ.
دوی دواړه مذهبي خلک وه نو ځکه نکاح يې په کليسا کې وتړله څو د عيسی (ع) روح خوشحاله کړي. ډېر غربيان بې دينه دي خو بې ديني د دين په نوم کوي. پر اولادونو نومونه هم د عيسی (ع) او د هغه د ملګرو ږدي.
دغه دوه نارينه (پيټر او پال) څو کاله يوځای سره اوسېدل او د هاروي سرپرستي يې په ګډه کوله. د کورني اصولو پر بنياد پيټر د نارينه او پال د ښځې په حساب و. پيټر د خپل ښه کار او عايد په سبب ځان مستحق ګاڼه چې د پال سره په کورنيو اړيکو کې د مېړه موقف ولري او پال د خپل لږ تعليم او کم عايد په سبب مجبور يا قانع وو د ښځې کردار قبول کړي.
تېر کال هاروي ناروغ شو. دوکتور ورته وويل چې دوا مې ورکړه او توصيه مې ورته وکړه چې ماشوم دې درې ورځې ښوونځي ته نه ځي او په خپل کور کې دې آرام وکړي. پيټر او پال دواړه وارخطا شول او دوکتور ته يې وويل چې موږ خو د ده سره ټوله ورځ په کور کې نشو پاتېدای. موږ هر يو خپل کار او ژوند لرو،....
ماشوم په دغسې نازکو حالاتو کې د مور او پلار مينې او سرپرستۍ ته اړ وو خو پال او پيټر يې د رښتينې مور او پلار مينه کله ورکولای شوه؟
دا ډول جنجالونه نور هم په کور کې د پيټر او پال ترمنځ ډېر شول. بالاخره، دوی طلاق سره واخيست او جلا شول. د هاروي په قسمت يو ځل بيا در په دري راغله. نوموړی بيا د بې سرنوشتۍ سره مخ وو چې څوک يې واخلي. موضوع محکمې ته ولاړه؛ قاضي فيصله وکړه چې هاروي دې د اونۍ پنځه ورځې د پال (مور) سره وي او د اونۍ په اخيري دوو ورځو کې چې رخصتي ده د پيټر (پلار) سره اوسي. هاروي اوس همدغسې ژوند ته ادامه ورکوي.
څه وخت مخکې هاروي ته په ښوونځي کې يو هلک ويلي و: مور دې سړی دی! هلک دا خبره و خپل مور (پال) ته وکړه. هغه يا هغې د ښوونځي ادارې ته شکايت وکړ. د ښوونځي ادارې د جنسي ځورونې پر ضد او بشري حقوقو د تأمين د اصل پر بنياد د هاروي د ټولګي په ټولو هلکانو رسمونه جوړ کړل چې دوو سړيو په غېږ کې سره نيولي دي او محبت کوي. په دې ډول، هلکانو ته درس ورکول شو چې همجنسبازي عادي خبره ده.
د امريکا جمهور رئيس جورج بوش ويلي و الهام ورته شوی وو چې افغانستان ته پوځ واستوي او دېموکراسي او غربي ثقافت هلته ترويج کړي. که په افغانستان کې د امريکا پښې ټينګې شي، بې له شکه زموږ او د دوی د ثقافتونو ترمنځ به دغه لوی واټن چې پورته يې يوه بېلګه ياده شوه، لنډ شي.
خو هغو افغانانو ته هم ډېر د تأمل وړ خبره ده کوم چې په غرب کې مېشته دي؛ اولادونه يې اوس او لمسيان يې په راتلونکي کې له داسې او ښايي تر دغه هم د ډېر اندېښمن حالت سره مخ شي.