کرونا، دولت او زموږ تجویز
کرونا يوه نړيواله ناروغي ده. اکثرو پرمختللو هېوادونو دغه ناروغي د خپلو خلکو پر ټولنيز فعاليت او تګ راتګ باندې د بنديز له لارې کنټرول کړې ده.
په امريکا او يورپ کې حکومتونو دفترونه، تعليمي ادارې او هغه کاروبار چې ګڼه ګوڼه جوړوي بند کړي او خلک له کوره کار کوي. په غرب کې هر دولت په ميلياردونه پيسې د خلکو سره د مرستې لپاره عاجلاً تخصيص کړې دي.
په دوی کې هسې هم د بېکارۍ کچه نسبت افغانستان ته ډېره کمه ده او کوم بېکاره خلک چې دي، هغوی ته په عادي حالاتو کې هم حکومت د حداقل معيشت مرسته کوي.
اوس نه يوازې هغه پخوانيو بېکارانو ته د پخوا په شان معاش روان دی، بلکې د کرونا په سبب چې کوم خلک پر کور کېناستل، هغوی ته هم خپلې مربوطې ادارې تر هغو پر کور پوره معاش ورکوي تر څو دا مرض ورک شي. په غرب کې حکومتونه کوښښ کوي چې د خوراکي شيانو مغازې له مالونو ډکې او قېمتونه ثابت وساتي.
بې له شکه کرونا په غرب کې پر ملي اقتصاد او ټولنيز ژوند خپل منفي اثر غورځولی دی، خو عام ولس ډېر نه دی خوار او زهير شوی، دا ځکه ټول د پخوا په شان معاش لري او په مغازو کې خوراکي مواد شته.
افغانستان هم د دغې ناروغۍ د کنټرول لپاره د غرب په اقتفا ګامونه واخيستل. خو افغانستان او غرب ډېر فرق لري. دلته د خلکو ډېره کمه فيصدي د دولت معاش خواره دي. خصوصي سکتور هم په لږه فيصدي خلک استخدام کړي دي.
په افغانستان کې اکثريت خلک، خصوصاً د ښارونو، په دکاندارۍ يا د خپل لاس په ورځنۍ خوارۍ ځانونه چلوي. ډېر داسې کسان شته چې د ورځې يې ګټي او ماښام يې خوري. اوس چې په ښار کې کاروبار بند دی، دا کسان او کورنۍ به يې څه خوري؟ دا خو لږ خلک نه دي، په ميليونونو دي.
دغه حالت که دوام وکړي، زموږ خوار خلک به له کرونا نه، بلکې له لوږې مړه شي او چې کرونا خلاصه شي، زموږ ډېر خلک او ماشومان به دومره خوارځواکي شوي وي چې تر ډېره وخته به د هرې ساده ناروغۍ ښکار وي.
دا يوه لويه ملي فاجعه او ستر ناورين دی. تر کرونا دغه حالت ډېر بد، تلفات يې ډېر او اوږد مهال اثر يې خراب دی.
دولت ته په کار ده چې د مسووليت په احساس سره عاجل لاندې اقدامات وکړي:
۱- په کابل او ولايتونو کې د ښار په هره ناحيه کې دولت يوه مغازه خلاصه کړي چې په هغه کې د ژوند ضروري شيان لکه اوړه، غوړي، بوره، ګاز او داسې نور خلکو ته په مناسبه بيه ورکړي. اوس چې يو شمېر تاجرانو احتکار کړی دی او مالونه يې ګرانۍ ته ساتلي دي، د دولت داسې سالمه مداخله به هغوی مجبور کړي چې احتکار شوي مالونه بېرته بازار ته راوباسي، که نه ورته خرابيږي او د غنمو فصل هم پر راروان دی.
۲- مغازې ته ولاړ ټول خلک دې مول ووهي او دوه متره فاصله دې ترمنځ په نوبت له مغازې خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه کړي.
۳- مغازه دې هره ورځ شپاړس ساعته د خلکو په خدمت کې خلاصه وي. د دې لپاره چې بيروبار کم وي، توزيع دې د ولس پر کټګوريو تنظيم شي. مثلاً، څو ساعته د ښځو لپاره وي، څو ساعته د سپين ږيرو نوبت، څو ساعته معلولين،.... د هرې مغازې مخته دې په رسۍ د نوبت لار جوړه شي چې خلک د دوو رسيو په منځ کې خپل نوبت ته ولاړ وي.
۴- دولت دې دغه مهم انساني کار ته په کابل او ولايتونو کې رضاکار ځوانان راوغواړي.
۴- روغتونونو ته دې هم د مسلکي خلکو سره په مشوره د خلکو د خدمت لپاره يو معقول عملي پروګرام جوړ شي.
۵- دولت دې د دغه ملي ناورين د کنټرول لپاره عاجل «د کرونا د اضطرار کمېټه» جوړه او د وړانديزونو په عملي کولو دې ژر پيل وکړي. (زه فاروق آعظم او د افغانستان د سوله ييز بدلون بنسټ غړي په دغه لار کې هر خدمت ته حاضر يو).
درناوی