×

کرونا ناروغي

دوکتور فــاروق اعــظم | ۲۳ مارچ ۲۰۲۰

څومره چې د کرونا ناروغي دوام کوي هغومره زموږ ټولنيز جوړښت کمزوری کېږي او انفراديت ته ځو؛ دوستان به لږ سره وينو او کورنۍ اړيکې به مو سستېږي.

کرار کرار به د خلکو ناسته ولاړه د انټرنېټ له لارې په ارتباط بدلېږي او حتي د ښوونځي او دفترونو ډېر کارونه به په کورونو کې د انټرنېټ په ذريعه کېږي.

دغه حالت د ټکنالوجۍ د چټکې ودې او سرمايه داري نظام د نور تقويې باعث ګرځي.

همداراز د دغه حالت دوام د انسان هغه غرور ماتوي چې د ده تقدير د ده په خپل لاس دی، چې دا په خپل ذات کې د شخصيتونو پر تکوين ډېر اثر لري.

دوی به پر ځانونو د محدوديتونو د قبولولو سره هم اموخته کېږي او نظم به قبلوي چې کېدای شي د چاپېريال په ګټه وي.


دغې ناروغۍ ته ژر يا وروسته حتماً دوا پيدا کېږي. خو راځئ يو ګړی دا فکر وکړو چې که د کرونا ناروغي تر ډېره ادامه پيدا کړي، موږ چېرې ځو يا أُولِي الْأَلْبَابِ؟

که د کرونا ناروغي تر ډېره ادامه پيدا کړي، موږ چېرې ځو يا أُولِي الْأَلْبَابِ؟