لــوی او کــوچــنې
موږ کوچنی هغه بولو چې په قد، ونه او جثه کوچنی وي. وايو چې فلانی کوچنی سړی دی. مګر رشيدالدين وطواط کوچنی سړی و، خو لوی شاعر او اديب و.
موږ يو ماشوم ته ځکه کوچنی وايو چې په عمر کم دی. که د چا عمر ډېر وي، خو فکر او کارونه يې د کوچني وي، داسې سړي ته هم موږ وايو چې تر اوسه هم کوچنی دی.
يو سپينږیری بزګر ښايي په ټول عمر نه وي متوجه شوی چې د غنمو دانې څنګه تکثر کوي. خو بل سړي ټول عمر يوازې د غنمو د دانو په ودې او د هغو د تطور په مطالعه کې تېر کړی دی. د دواړو کسانو عمر يو شان دی، خو په پوهه کې يې فرق دی.
يو سړی خپله غرقيږي او ځانته نجات نشي ورکولای، خو يو بل په خپله پوهه نورو ته له غرقېدو نجات ورکوي. دا دوهم موږ لوی سړی بولو، دا ځکه پوه دی.
هو، لویوالی په علم دی.