×

احسان او عدالت

دوکتور فــاروق اعــظم | ۱۸ اګست ۲۰۱۱

احسان، تر خپل حق بل ته تېرېدل دی او عدالت د بل حق ورکول. که عدالت تأمين شي نو ډېر حاجت نه پيدا کېږي.

احسان د انساني ټولنې د اعلی معيار يوه درجه ده. موږ ډېر ځله د بل چا حق خورو او بيا د ده له حق څخه يو څه بېرته د احسان په نوم هغه ته ورکوو. که زه چاته د هغه خپل حق ورکړم هغه به ولې زما د احسان بار وړي او ماته به عذر او دعاوې کوي؟

زما په مال کې د غريب حق دی (وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ)؛ خو زه اول د احسان پېټی پرې باروم؛ هغه ذليل کوم او بيا د هغه خپل حق و هغه ته په کم کاڼي او چېرې ترازو ورکوم. زه د حق د ورکولو همت نه‌لرم خو د احسان بارولو ډېر شوقي یم.

که زه فقير ته څه ورکوم خلک دا زما احسان ګڼي؛ خو داسې نده. ما په حقيقت کې تر اوسه د هغه حق د ځان سره ساتلی دی. ما تر اوسه د هغه حق نه‌دی ورکړی او عدالت مې نه‌دی تأمين کړی. زه د احسان په پرده کې اکثره عدالت معطل او یا صدمه ورته رسوم.

احترام او اطمينان په عدالت کې دی.

که زه محروم ته خپل حق پر خپل وخت بېله احسان بارولو ورکړم هغه به ولې ماته لاس نيسي او صدف‌خوله به ولې راته ورانوي؟ بډایي او غريبي تر ډېره حده د عدالت د نه‌تأمين پايله ده.

که زه د خپل ورور سره د محبت او د مسؤليت د اداء له مخې عدالت پر ځای کړم، هغه زما ترحم او احسان ته ډېر نه اړ کېږي؛ زه تر هغه ځان لوړ نه‌شم ګڼلای او هغه هم زما په وړاندې د حقارت او توهين احساس نه‌کوي. په عدالت کې د يو او بل تحقير له منځه ځي او ټولنه په متقابل احترام او اطمينان چليږي.

هو، ټولنه په محبت جوړيږي، په عدالت چليږي او په روادارۍ مخ په وړاندې ځي.