ښځه او کور
د جنت یوه ټوټه ده یو ښه کــــور (۱)هـغه کور چې وي آرام بې شـر و شور
کـور محـل دی دسکـون او آرامۍد الـفــت، دمحـبـت، د خــوشـحالـۍ
کـور په ښـځه دی آبـاد او ښايـستهپه هغې دی ښکلی خوږ او آراسته
ښه ګلان درته راوړي له خپله باغهآرزو دي دکلو چي کړې درچاغه
داده روح دکور کالـبد کي هميشهچی روح نه وی تش کالبد نو ورکوه
ستا لباس دی، ستا پرده ده ستا عزت(۲)ستا آبرو ده، ستا حيا ده ستا شوکت
دا نعمت چي دي په برخه، شه شاکرخـپـله ښـځه نـازوه دخـدای ذاکــر
په تن لوڅه په نس وږې وي نهارهدسـيالانـو وي ناسيـاله خواروزاره
په داټولو وي رضاچي ته رضا يېپاچهی ده چي يو ته يې خواپخوا يې
ټول غمونه يې شي ورک له يوه سرهستا خـندا چي پرشـنـډانو سی دبره
دا دنـــيا ومـافــيها ددې هـم تـه يېکه ته هرڅه يې که بد يې او که ښه يې
هی دريغه چي دې ښـځه وي آزارستا له لاسه يې زړګی وي تارپه تار
ګرځولی دي پرښځه وی خپل کورسره سکروټه، تورلحد او سپيره ګور
خپل سکون په ډب واخ بدلوې څله؟جوړ جنت په سوردوږخ اړوې څله؟
وويريږه،عرش لرزيږي چي ته لاسپر مظلومی ښځي پورته کړې دپاس(۳)
وويريږه، عرش لرزيږي چې ته لاس پر مظلومه ښځه پورته کړې — دا اخطار د وجدان او ايمان دواړو دی.