اسلام او ښځه
اسلام او ښځه
د اسلام له نظره د ښځې مقام، حقوق او د ټولنې رول ته لنډه کتنه.
ښځه د اسلام په رڼا کې د عزت، احترام او حقونو خاوندې ده.
تر اسلام پخوا عربو کی رواج ونجلی بده خو هلک ورته معراج وو
چی نجلی به سوه پیدا دچا پر کورله خفگانه د پلار مخ بې واوښت تور
پر میرمنی به په قهر وو چی اې شومیدغه عار دی ماته راوړلی له کومی؟
زهیروی به می هرځای کی تربورانچی می ووینی وای راغی ماده خوان
زه په کومو سترگو گورم به خپل قام تهلو لغته دی کړه را زما ننگ و نام ته
لور به څه کومه ژوند می په بدرنگدا سپیره خو نه د ننگ ده نه د جنگ
نه د گټی نه د وټی خوری تیارهد بل لاس ته ده محتاج د اوږو باره
هلک ښه دی ملا تړلی وی د پلارد پلار غشی د پلار سپر د پلار وقار
وسیله ده د روزی د ډیرو گټود ډیر مال و دارائی د ډیرو و ټو
په ځوانی می دی ملاتړ توره تر ملاپه آخر د ژوند می ده د لاس امسا
هلک ښه دی په سفر تلای سی یو خواتهراوړی گټه خپل و کور خپل و ابا ته
باک یی نه وی که پر کور یا ځی صحرا تهپر نجلی به زه پیره کوم میراته
هلک ورک به وی په زیار به یې گټینجلی ناسته به پر کور مفت بې څټی
په هلک می کور ودان دی تر قیامتهنجلی ده د بل د کور د بل عورته
د بل کور چی په ودان وی زما یې څه؟که نور ټوله په شادان وی زما يې څه؟
زهیروی می خدای دا ولی څه می کړيخندوی را باندی خپل پردی وگړي
نه به مری نه به یی بله بلا وړيسپيره سري د هلک روزی به خوري
چی سی لویه ورکوم به يې بل چاتههغه چاته چی کتای بې نسوای مــاته
را ایستلی به می سترگی وای په گوتهکه په بده يې کتلی وای زما وره ته
اوس هغه به زما زوم د لور میړه ویاو بیا ناست به می په سرکی د کاله وی
په کوم سترگو به زه گورم د زوم خواتهچی به بیایی زما لور و هری خواته
ها به کاندی په هغی چی څه یی زړه ویزما به نه وی نور په امر به دده وی
زما لور به وی د بل د پښو عورتهخدمتگاره دبل مینځه بی شوکته
شپه و ورځ به پخدمت د هر گړنگن ویبیا به هم خوابدی دئ او ما نیجن وی
پر زوم نوم به ږدم له نازه فلانی جاند نوم پای کی بي آغا وی او یا خان
پوخ سړی ته به له ناز وایم نانید هر چا سره به وړمه پوست لمڅی
پر خپلوانو بی ایږدو موږ ښه نومانها چی میندو دی بللی په بل شان
بیا به هم و هی زما لور سهار بیگاهچی هوس او آرزو یی کړی تباه
هره ورځ به یی ښکنځی وروڼه و پلارگوا په کس کی ده بیکسه خوارو زار
که هر څو یی کړو خدمت وړو یی زورونهلا به نور هم صافوی پر موږ ټیغونه
کاشکی نه وای پیدا سوی لور زمایا پیدا په ورځ وای مړه په یو بلا
زه تر کومه به په غاړه وړم دا عارزه تر کومه به پدی یم شرمسار
وړم په غاړه به د شرم دا زیندیتر هغو چی زه ژوندی یم دا ژوندی
هغه ورځ چی را په زړه کړم چی به دازما له کوره ځی عورته د بل چا
نویی مرگ گنم بهتره چی نور نه ویزما ترکور ددې لپاره تورگور ښه وی
لور بې مړه کړه يابې ښخه کړه ژوندۍوشلول به يې له غاړى دعار دغه زيندۍ
نور له شرمه او له عاره به سوخلاصلړۍ ختمه بې د سوچ کړه او وسواس
پدی قتل به يې ډیر فخر کاوهپر بريتو بې د غرور لاس تیراوه
مره کوله لور ها چا چی غیرتمن ووپخپل قوم کی د اوچته نوم څښتن وو
پدی کارکی به ددوی ډیره سیالی وهبیچاره لور د رواج یو قربانی وه
روایت له یو ښه یار د پیغمبر دیچی راوړی کتابو په زیر و زور دی
څنگه لور يې کړه ژوندۍ ښخه پخپلهاو بيا څنگې په تـوبـو تــوبـو ژړله
ول لا نه وو قبول کړی مـا اسـلامبت پرسته وم، جاهل او نافرجام
زمور رواج وو ، هاکس لور به ښخولهچی به ځانته یی لو لوټه ایښووله
له قسمته زما هم یو لور پیدا سوهگوا پر کور باندی نازله می بلا سوه
په همزولو کی به ناست وم شرمیدلیله خجلته می نیم وزن و و بایللی
پدی چرت کی وم چی څه وکړم په دېڅنگه ځان خلاص کړم لدغه زولني
ما زاری کړلی لوی بت ته په ژړاچی می لور مره که په تبه یا و با
یا می هیله وه چی گوندی یوه ورځلور می ولویږی له بامه یا له کڅ
په دی هیله تیریده به ورځ و شپهراته سخته وه چی خپله یې کړمه مړه
په دې ترځ کی سوله تیر یو څو کلونهلور می لوســوه اخيسته به يې گامونه
دا نجلی وه ډیره ښکلی خوش نمایهمحبتی وه په خندا به وه له ورايه
چی بی ولیدم په غیږ کی رالویدهبه په ناز که ژبه ماته گریده به
هم به خوند ددی خندا را کاوه ماتههم به عارد قوم، سزا راکول ماته
مغز می ستړی وو پدا رنگه سوچو کیراڅه ورکه لار گودر هسی فکرو کی
یوه ورځ مـی لور ته ووې په خنداچی راځه د خپل ابا سره یو خوا
درته در به کرم دباندی ښه چکردرته وابه خلم خواره مصری شکر
نجلی وزغستل و مورته چی امیپلار می بیایی که راواغوندې کالی
مخ یی پریوی بیاسوه مور ته په عذروچی که سترگی یی کړی توری په رنجو
ځان یی لږ وخت کی تیار کر آراستهبیایی ماته په ناز ناز کری را ښکاره
وی نیولمه تر لاس چی نو راځهرا روانه سوه په پښو نازکو خپلو
په عذرو وه په نازو په کرشمهپه امید وه د خوږو د ورکولو
خوشامند يې کاوه هر پس څو قدمهپه خندا په محبت دې نازک فمه
لیری ولاړو د کورو څخه پنا سووهلته کينستو د ریگ په را ایستا سوو
ډب می جوړ کړ اوریگونه سره لیریلور می ډیر راته خندل خوږی خبری
په وړو لاسو به زما سره اخته وهول چی دا وکړم خوږه بیا راکوی؟
په خندا به د ریگو په را ایسته وهماول خود چی ته ابا خوشحالوی
ما ويل کښینه پدی ډب کی لورکیدا هم تا سوه و هغه ته خوارکی
په کرار کرار می ریگ پر اچولهتر یو وخته هغی خواری به خندله
هغی کله کړ باور چی ددی پلار بهدا وژنی په دوستی کی ها خونکار
چی په ریگو کی سوه ښخه ترځیگرهپه ژړا سوه په کوښښ چی سی بهره
ما نور ريگ ددې پر سر ور اړولهاو ژر ژر می په هغه کی پټوله
دی می ږیری او وغاړی ته حملې کړید مرگی په ساه یی سوی غلبلی کړی
دې کړفکر کوم بلا سوه پر رابرهله کوم خوا باندی راغلې نـابـبــره
پلار بې خلاصه کړی له هغی سمدستیهغه کله په دی کار کی کړی سستی
هغی کله شک درلود د پلار پر رحمپلار باید وی مهربان بیشک و وهم
خو ما نه کتل هغی ته نه چی بیاد نجات امید یی نور سی ور پیدا
تیراوه به می خپل ځان چی گویا زمالا پام ندی چی راغلی پری بلا
د هغی تلاش و و داچی ما کړی پوهخو زه پوه وم ځان نیولی می ناپوه
په مړو سترگو او ناپوه ښوولی شانریگ می اړول ژر ژر ددی پر خان
د ظالم سترگی وی مړی و یو کمکی تهوی احمق به لوی سړی و یو کوچنی ته
لور می هرڅه که تلاښ او غلبلې کړیما ژر ښخ یی ور لاسونه او اوږې کړی
د ژړا خوله می په ریگو کړه ور ډکههم پر سر می ور انبار کرله بیشکه
مطمئن چی سوم نور ښخه سوله دارا روان سوم و خپل کورته یک تنها
كورته راغلمه ستومانه او پریشانهپه چرتونو کی لاهو او سرگردانه
د هغی ژرا تر اوسه زوکلوی مینامردی خپل لا تر هر څه زوروی می
چی تر اوسه ها را یاد کرمه ژړیږمد خپل رب په استغفار يمه کړیږم
دا قصه د جهالت د وخت مقال دیهلته ښخو ته دا حق دا یی مثال دی
اسلام راغی رایی و ور عظیم تغییرپه عاداتو په رواج او په تعبير
پیغمبر ويل د لور وژل حرام ديدا کارونه مخالفه د اسلام دی
مساوات د نر و ښځه سو اعلانپه فطرت په وجايب او په ايمان
فرق یی نسته زوی و لور دواړه یوشانکه چا فرق و کر ایمان ته یی تاوان
که چا مړه کړه خپله لور هغه خونی سود الله په نزد منفوره دوږخی سو
پيغمبر ويل جنتي دي ها پلار و مورکه درې لوڼی یی لوی سوی وی پر کور
هغه کور کی د خدای رحم برکت دیپه کوم یو کی چی د لور ناز و عزت دی
اسلام ختم کړ رواج د جهالتد بی ځایه ننگ و عار او ضلالت
له تیارو یی ټول را وایستو و نور تهبیراهه څخه هدایت او کوه طور ته
بشر بيرته اوس بی لاری ښخه شومهحق یی هر چیری پایمال او سردرگومه
مسلمان رجعت پسنده سو یارانووسیله کړه د شهوت ښځه غربیانو
د پیشرفت په نوم بدرفت ځینو خپل کړیزوړ رواج دی چا ددین سره گډ کړی