×

مـــرامـــنامـــه

دوکتور فــاروق اعــظم | ۲۳ اګست ۲۰۱۱

په داسې حال کې چې:

زموږ پر هېواد بهرني ځواکونه مسلط دي;

په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د حرص، مضر رقابت او بالنیابه جګړې سره مخ يو;

افغان ولس د جګړې، بې‌عدالتۍ، اداري فساد او کمزوري حکومت څخه سخت ځورېږي;

تر ۳۰ کالو ډېر زموږ ولس خپلو او پردو په مختلفو خوږو نومونو زهیر کړی دی چې د هغه په نتيجه کې اوس، ولس د بې‌باورۍ، فکري تشتت او د خودۍ (هویت) د بحران سره مخ دی;

مسلسلو بهرنيو لاسوهنو زموږ ملي تفاهم او ملي وحدت متضرر کړی او د ملي زعامت رامنځته کېدل يې ستونزمن کړي دي;

داخلي او خارجي ناوړه مسلطو شرايطو زموږ ولس له هره لحاظه وروسته پاته ساتلی، په معنوي انحطاط يې اخته کړی او د پردو لاس ته په کتو آموخته کړی دی. دا سبب دی چې اوس دا اصل چې پردي موږ ته د خپلو ګټو لپاره راځي او هم دا اصل چې موږ د خپل کور مالکان يو او موږ به يې ساتو او سمبالوو به يې، ډېر کمزوری شوی دی;

زموږ د هېواد جغرافيايي موقعيت چې د تمدنونو د څلورلارې په توګه دی، د دې پرځای چې زموږ، د سيمې او نړۍ په ګټه کار ځينې واخيستل شي، ځينې وخت زموږ د چارواکو د کمزورۍ او ځينې وخت د لرې او نږدې قدرتونو د حرص په نتيجه کې د ستونزو سره مخ شوی دی — هم يې موږ او هم يې نورو ته زيان رسېدلی دی;

د افغانستان د سوله ايز بدلون ټولنه د لاندې هدفونو د تحقق لپاره کار کوي:

۱. افغانستان يو اسلامي هېواد او د امت مسلمه برخه دی. اسلام زموږ د ټولنې روح، د ملي وحدت رمز او د استقلال متضمن دی. د دولت هېڅ قانون يا اجراآت د اسلام د احکامو خلاف نشي کېدای.

۲. په هېواد کې قانون واکمن، په دولت کې ولس په پراخه توګه تمثيل او ټولنيز عدالت تأمين شي.

۳. افغان ولس په خپل حقوقو او ملي ارزښتونو پوهول او په دې ډول د خلکو ټولنيز او سياسي شعور لوړول.

۴. په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره منځګړيتوب او د ولسي خيرښېګڼې د تأمين لپاره کار کول.

۵. د افغانستان د سياسي استقلال د اعادې په منظور سياسي او ټولنيزه مبارزه کول — ولس پر يو روښانه فکري محور راټولول، خودي (هویت) او د کور د مالکيت حس پکې تقويه کول، ادرس (ملي زعامت) او د استدلال ژبه ورته پيدا کول.

۶. په سوله ايزو لارو د يو داسې باثباته دولت لپاره کار کول چې د افغان ولس پراخ اکثريت يې خپل وګڼي، پرې مطمئن وي او ملاتړ يې وکړي او هغه کسان چې مينه نه ورسره لري ځانونه دومره له نظامه تجريد احساس نکړي چې د ړنګولو لپاره يې ټوپک پسې راپورته کړي.

۷. د فساد څخه د خلاص او مؤثر دولت د رامنځته کېدو او د عدالت د تأمين لپاره مؤثرې لارې تجويزول او که ضرورت شي د دولت د مقرراتو مطابق سوله ايز فشار واردول.

۸. په سوله ايزو لارو او د ټولنيزو فشارونو په ذريعه د حکومت اصلاح او يا بدلون.

۹. د ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو د ساتلو، په سيمه کې د هغوی د روا ګټو په نظر کې نيولو او هم د هغوی د حرص د مخنيوي په منظور په ولس کې د عامه پوهاوي خپرول.

۱۰. په افغان ولس کې دا پوهاوی خپرول چې افغانستان يو ناپېيلی هېواد او د نړيوالې ټولنې مهمه برخه او فعال انډيوال دی.

۱۱. اقتصادي پياوړتيا د سياسي ثبات لپاره اړينه ده نو ځکه موږ د يو داسې اقتصادي نظام لپاره هلې ځلې کوو چې په هغه کې دولت او اتباع دواړه په خپل ځای کې د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار وکړي. په دې ډول اقتصادي نظام کې شخصي تشبثات د دولت د ترجيحاتو په رڼا کې ملي اقتصاد ته وده ورکوي.

۱۲. افغانستان يو زراعتي هېواد او د نفوس پراخ اکثريت يې مستقيماً په دغه سکتور پورې تړلی دی. د کرنې او مالدارۍ وده، پر دغه سکتور د ولاړو صنعتونو تقويه کول او اړونده خدمات مهيا کول بايد د دولت له لومړيتوبونو څخه وي.

۱۳. د اوبو له منابعو څخه ګټه اخيستل، شاړې مځکې خړوبول او بې مځکو بزګرانو ته مځکې ورکول د دولت له مهمو دندو څخه دي.

۱۴. د ملي وحدت او اقتصادي ودې په پام کې نيولو سره تر يو منظم پلان لاندې د کوچیانو مېشته کول بايد د دولت له ترجيحاتو څخه وي.

۱۵. وطن ته د افغان مهاجرينو بېرته را ستنول او هغوی پر خپل يا بل مناسب ځای مېشتول بايد د دولت مهمه دنده وي.

۱۶. د اقتصادي ودې او د ولس د هوساينې په منظور د اوبو، لمر او باد له انرژۍ څخه ګټه اخيستلو ته د دولت جدي توجه را جلبول.

۱۷. افغانستان د مځکې لاندې زېرمو له اړخه ډېر غني هېواد دی. د دغو زېرمو را سپړل حياتي دي او تر ډېره حده بايد له هغو څخه د خپل صنعت په انکشاف کې کار واخيستل شي. دې هدف ته د دولت د پاملرنې را جلبول.

۱۸. افغانستان د مرکزي او جنوبي آسيا او هم د چين او خليج ترمنځ د څلورلارې حيثيت لري. زموږ دغه موقعيت که سم استعمال شي، هم زموږ او هم د سيمې د امن او سوکالۍ ضامن جوړېږي. دا د دولت له لومړنيو دندو څخه ده چې ژر تر ژره زموږ د شمالي او جنوبي ګاونډيانو د نښلولو په منظور په نړيوال معيار ترانسپورتي لارې جوړې کړي. د نورو لارو جوړول چې زموږ توليدي مراکز له دغو لويو لارو سره ونښلوي زموږ د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ضروري دي.

۱۹. دې ټکي ته د دولت د پام را اړول چې فقر د انسان عزت، همت، دين او د هېواد استقلال ته لوی ګواښ دی. دولت تر خپل وسه هغه کسانو ته چې د کار توان لري د کار د پيدا کولو مسوول دی. بېکاري په هېواد کې د زراعت او صنعت په ودې سره له منځه ځي.

۲۰. د يوې ټولنې خوښي او اطمينان د ټولنيز عدالت په تأمين کې نغښتي دي. د شريعت په تطبيق سره د ظالم لاس له مظلومه لنډول، قانون پر ټولو اتباعو يو ډول پلي کول، د خوار او بډای او د کليوال او ښاري ژوند ترمنځ واټن کمول د دولت دنده ده. دغو مسئلو ته د دولت پام ور ګرځول.

۲۱. علم الهي نعمت او د هېواد د هر فرد حق دی — که نر وي که ښځه. د دې رڼا خپرول د دولت له فرایضو څخه دي. دولت د علم د رڼا د متوازنه خپرولو مسوول او په هغو سيمو کې چې په تېرو دېرشو کالو کې د جګړو په سبب ډېر متضرر شوي دي بايد خاصه توجه وکړي. ضروري تعليم هر فرد ته مهيا کول د دولت دنده ده او د نورو زده کړو، کسب او هنر د غوړېدو لپاره زمينه بايد مساعده کړي.

۲۲. د معلوماتو شريکول او د بيان آزادي د ولس د ترقۍ او د نظام د ودې ضامن دي. په دې حقيقت باندې د دولت قانع کول.

۲۳. پوځ (فوځ) د افغانستان د جغرافيايي او عقيدوي حدودو د دفاع لپاره دی او په همدې روحيې تقويه کېږي او تجهيز يې بايد له آزاد بازاره ترسره شي.

۲۴. په تېرو دېرشو کالو کې زموږ د بې‌غوريو او د پردو د لاسوهنې په نتيجه کې زموږ ملي وحدت او ولسي تفاهم ته ستر زيان رسېدلی دی. متجاوزو لويو طاقتونو په ښکاره زموږ د مختلفو قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي لپاره کار کړی دی او زموږ ګاونډيانو نه يوازې خپل جغرافيايي سرحدات را وړاندې کړي بلکې خپل کلتوري، عقيدوي او فرهنګي حدود يې هم را مخته کړي دي. دا سرحدات بايد بېرته خپل اصلي ځای ته ولاړ شي او هغه ټول عوامل بايد له منځه يوړل شي چې بيا د دغسې يو ناورين د رامنځته کېدو خطر ترې محسوسېږي. په نړۍ کې به ډېر کم داسې يو هېواد وي چې له يوه قوم او يوې قبيلې څخه جوړ وي. افغانستان هم مستثنی ندی. په افغانستان کې مختلف قومونه د دې چمن رنګارنګ ګلان دي. ستونزه دا نده چې رنګارنګ ګلان ولې دلته دي او يا که ټول يو رنګ ګلان وای نو دا چمن به ښه ښکاره کېدلای، بلکې زموږ مشکل د ښه مالیار او ملي زعيم نشتوالی دی. يو شجاع، مدبر، عادل او دلسوزه ملي زعيم په کار دی چې د وطن ګلان په ښه نظم او ترتيب سره و اوډي.پای۲۳ اګست ۲۰۱۱