بسم الله الرحمن الرحيم
د افـغـانـسـتان د اوسني کړکېچ سـياسي حــل
د افغانستان جمهور رئیس (د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکم سره سم) يا د ملګرو ملتونو مؤسسه، يا د اسلامي کنفرانس سازمان يا کوم بل بديل واکمن ارګان لويه جرګه را غواړي تر څو د افغانستان د غميزې د سياسي حل لپاره د دې وړانديز مطابق لاره هواره کړي.
د بېطرفه، متعهدو او د اعتماد وړ افغانانو يوې ډلې ته موقع ورکول کېږي تر څو د منځګړيتوب لپاره د درېيمې ډلې په توګه د سولې مرکچي هئيت جوړ کړي. د سولې مرکچي هئيت د دولت او د وسلهوالو مخالفينو ترمنځ منځګړيتوب کوي او مستقيمو او بېقيد و شرطه خبرو ته لاره هواروي. دا خبرې به په افغانستان کې تلپاتې سوله راوړي او د سيمې او نړۍ ګټې به د افغانانو د ګټو سره همغږې کړي.
د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه دغه لازمه تجربه لري چې د سولې مرکچي هئيت رول په غاړه واخلي. ډاکټر فاروق اعظم چې د دې حرکت مشري په غاړه لري يو پېژندل شوی او دروند افغان دی او د ۱۹۹۳ کلونو په اوږدو کې د جنګي تنظيمونو ترمنځ د منځګړيتوب زياته تجربه لري او د ډېرو افغانانو په ذهن کې د ده د هغې ډيپلوماسۍ هڅې تازه دي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره يې د سيمه ايزو طاقتونو د رول په اړه ترسره کړې وې. د نوموړي هغه هڅه چې په ۱۹۹۸ کې يې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړ په دې دلالت کوي چې نوموړي د منځګړيتوب لپاره بين المللي تجربه هم لري. د ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له مشر استاد رباني، د طالبانو او اسلامي حزب له مشرتابه سره د نوموړي وروستۍ کتنې دا ښيي چې نوموړی ټولو هغو خواوو ته په آسانه وررسېدلی شي چې د افغانستان په قضيه کې دخيل دي. ذیدخلو اړخونو ته لاسرسی، د اعتماد او احترام وړ سياسي او ټولنيز موقف او د منځګړيتوب د مهارتونو درلودل هغه پانګې دي چې د افغانستان د سوله ايز بدلون ټولنه يې لري او بايد په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ترې کار واخيستل شي. د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر له زرګونو افغانانو سره تر سلا مشورو وروسته لاندې فورمول جوړ کړی دی تر څو ټولو خواوو ته د منلو وړ يو جوړښت رامنځته شي او په هغه باندې مذاکره وشي.
دا فورمول د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې ساتي، د افغانستان د پراخ او غوڅ اکثريت د اوس او راتلونکي مشروع ګټې په پام کې نيسي او د سيمه ايزو او نړيوالو طاقتونو مشروع ګټو ته درناوی کوي. برسېره عمومي او مشخصو اهدافو ته په پام سره، لاندې ګامونه پيشنهاد کېږي:د لويې جرګې د جوړولو لپاره لومړني ګامونه۱. د سولې د هئيت جوړېدل:
* د لومړي ګام په توګه، جمهور رئيس حامد کرزی يا د ده په نيابت د سولې عالي شورا د افغانستان د سوله ايز بدلون له ټولنې څخه غواړي چې د حکومت او د وسلهوالو مخالفينو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
* د افغان حکومت يا د سولې د عالي شورا لخوا د شين چراغ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د سولې يو هئيت جوړوي تر څو د وسلهوالو مخالفينو سره تماس ونيسي او له هغوی څخه هم د وړاندې تګ نښه (شين څراغ) ترلاسه کړي.۲. د اعتماد فضا جوړول:
* د دويم ګام په توګه، د سولې هئيت د افغان حکومت او د وسلهوالو مخالفينو ترمنځ د اعتماد د فضا د رامنځته کولو لپاره کار کوي او دواړه طرفونه د خبرو د پيلولو لپاره موافقه کوي. دا کار پخپله په لاندې اساسي مرحلو کې خلاصه کېږي:
* د يو او بل په وړاندې هر ډول ناوړه پروپاګنډا پای ته رسول کېږي او منفي الفاظ او حرکتونه د سولې او پخلاينې په الفاظو او حرکتونو بدليږي.
* د حسن نيت د ښودلو په توګه د افغان حکومت لخوا يو شمېر سياسي بنديان خوشي کېږي.
* د ښه نيت د ښودلو په توګه د وسلهوالو مخالفينو د يو شمېر مشرانو نومونه له تور لېست څخه اېستل کېږي او هغه جايزې لغوه کېږي چې د هغوی د نيولو يا وژلو په برخه کې د معلوماتو د ورکولو په مقابل کې اعلان شوې دي.۳. د مخامخ خبرو پيل:
* مستقيمې او بېقيد و شرطه خبرې: د سولې هئيت په منځګړيتوب د حکومت او وسلهوالو مخالفينو د با صلاحيته استازو ترمنځ مستقيمې او بېقيد و شرطه خبرې پيل کېږي.
* بينالافغاني کنفرانس: د دې خبرو په ترڅ کې د يوه بينالافغاني کنفرانس د جوړېدو لپاره د دواړو لوريو ترمنځ توافق رامنځته کېږي.
* د وسلهوالو مخالفينو لپاره آدرس: افغان دولت د سولې د عالي شورا په نوم د خبرو لپاره خپل آدرس لري. اوس، مسلحو مخالفينو ته د آدرس د پيدا کېدو عاجل ضرورت دی. د دغه آدرس تر ټولو ښه ځای د افغانستان په داخل کې (له کابل پرته) د يوې سيمې ټاکل دی. د سولې د عمليې د پرمخ بيولو او د هېواد لپاره د عملي ثبات د لارې د موندلو په منظور کېدای شي يو ولايت (مثلاً هلمند) د دې وړانديز مطابق د سولې د فعاليتونو د مرکز په توګه غوره شي. د دغه ولايت والي د سولې د هئيت د مشر په وړانديز د دولت د جمهور رئيس لخوا ټاکل کېږي او د افغانستان د اساسي قانون او د دولت د مقرراتو مطابق کار کوي خو په خپل کار کې مستقل دی. افغان دولت، ناټو او مسلح مخالفين تعهد کوي چې په دغه ولايت کې هېڅ ډول نظامي فعاليت نکوي او له دغه ولايت څخه په نورو ولايتونو کې د نظامي فعاليت لپاره کار نه اخلي. دا ولايت د سولې سيمه، د سولې کور او د هېواد لپاره د سولې د راتلو او مذاکراتو مرکز دی. د دولت مامورين او مسلح مخالفين دلته په ډاډه زړه بې له کوم تهديده غيرمسلح اوسيږي. نړيواله ټولنه په دغه ولايت کې د نوې ادارې له لارې د بيا ودانولو مرسته کوي. دا اداره کارونه اهل ته سپاري او د اداري فساد، ناامنۍ او د مخدره موادو د توليد مخه نيسي.۴. بينالافغاني کنفرانس:
* د سولې د هئيت لخوا د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې يو بينالافغاني کنفرانس جوړيږي.
* په بينالافغاني کنفرانس کې د افغان دولت استازي، د وسلهوالو مخالفينو استازي، د مدني ټولنې استازي، همدارنګه د افغانستان سوله غوښتونکي سياسي، ټولنيز، مذهبي او معنوي شخصيتونه ګډون کوي.
* بينالافغاني کنفرانس د لويې جرګې د جوړېدو لپاره نېټه، ځای، د هئيتونو او غړو شمېر، څرنګوالی، معيارونه او د هئيتونو د رابللو لپاره ميکانيزم ټاکي.
* بينالافغاني کنفرانس د لويې جرګې د جوړولو کمېټه رامنځته کوي چې دا کمېټه به د لويې جرګې د را غوښتلو صلاحيت ولري.
* بينالافغاني کنفرانس په دې موافقه کوي چې د لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې بايد ټول سياسي بنديان خوشي شي او ټول تور لېستونه له منځه ولاړ شي.
* د اوربند د کمېسيون جوړېدل چې د لويې جرګې د جوړېدو په درشل او پر مهال د افغان حکومت – ناټو او وسلهوالو مخالفينو ترمنځ اوربند اعلان، عملي او و څاري.لویه جرګه۱. د لویې جرګې جوړېدل او د هغې فېصلې:
* لويه جرګه د لويې جرګې د کمېټې لخوا د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې، اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته جوړيږي چې دا به د افغانستان جګړه عملاً پای ته ورسوي.
* په لويه جرګه کې د افغان ولس د ټولو قومي، مذهبي او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسي او مدني ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي.
* لويه جرګه د تلپاتې سولې د راوستلو، د يوه مستقل، باثباته، متحد او پرمختلونکي افغانستان د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې لازم تغييرات راولي.
* لويه جرګه يو با صلاحيته کمېسيون تر شا پرېږدي چې د اساسي قانون د تفسير چارې ترسره کړي تر څو د ابهاماتو د رامنځته کېدلو مخنيوی وکړي.
* لويه جرګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او ميکانيزم ټاکي. او که د ناټو د عسکرو پر ځای د اسلامي کنفرانس د غړيو هېوادونو د ځواکونو راتګ لازم وګڼي پر هغه هم بحث کوي او ميکانيزم ورته جوړوي.
* لويه جرګه د افغانستان د راتلونکو حياتي مسلو په اړه تصاميم نيسي لکه راتلونکی افغان ولسمشر، راتلونکی پارلمان، ولايتي او د ولسواليو شوراګانې او د دغو شوراګانو د رامنځته کولو لپاره نېټه او ميکانيزم.
* لويه جرګه د درېيو کالو لپاره د يوه لنډمهاله حکومت د جوړېدو په اړه پرېکړه کوي او د هغه مشر ټاکي. د دولت برحال رئيس د لويې جرګې په مخکې خپل واک نوي ټاکل شوي مشر ته سپاري او هغه په خپل وار اسلام، هېواد او اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه کوي.
* د لوړې تر مراسمو وروسته، لويه جرګه رخصتيږي او په خپل ځای ممثل پارلمان پرېږدي چې له هر ولايت څخه به درې تنه استازي پکې برخه ولري (يو مذهبي مشر، يو قومي مشر او يو ټکنوکرات). نوی ولسمشر خپله کابينه و ممثل پارلمان ته د منظورۍ لپاره وړاندې کوي.لنډمهاله دولت۱. لنډمهاله حکومت:
* لنډمهاله حکومت د ملي وحدت په روحيه د بېطرفو او متخصصو اشخاصو څخه جوړ دی.
* لنډمهاله حکومت ائتلافي ندی؛ مشر او غړي يې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري؛ د کومې ډلې يا هېواد د ګټو استازيتوب او پالنه نه کوي او د کومې افغاني ډلې يا کوم بهرني هېواد سره دښمني نه لري.
* لنډمهاله حکومت د کومې افغاني ډلې يا بهرني هېواد په طرفدارۍ يا مخالفت کار نه کوي، بلکې د افغانستان ملي ګټو ته متعهد دی.
* لنډمهاله حکومت متعهد دی چې د بهرنيو هېوادونو په چارو کې به مداخله نه کوي او نه به چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل چا پر ضد وکاروي. بلکې افغانستان د سيمې او نړۍ په ثبات او پرمختيا کې خپل رغنده رول لوبوي.۲. نړيوال تعهدات:
* ګاونډي هېوادونه تعهد کوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغه ډول تعهد تضمين کوي او که چېرې کوم هېواد له دې تعهد څخه سرغړونه کوي نو ملګري ملتونه ورباندې بنديزونه لګوي.
* افغانستان د يو مستقل هېواد په توګه د نړيوالې ټولنې يو فعال غړی دی. نړيواله ټولنه د افغانستان د استقلال درناوی کوي او لنډمهاله حکومت په رسميت پېژني.
* لنډمهاله حکومت د افغانستان د پرمختيا او ثبات لپاره پنځه کلن پلان جوړوي. نړيواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي انکشاف سره تعهد کوي او له دې هېواد سره خپلو اقتصادي مرستو ته ادامه ورکوي.
* بهرني ځواکونه د منل شوي مهالوېش له مخې له افغانستان څخه وزي. ناټو د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په هر صورت افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد دفاع او امنيت پخپله غاړه اخلي.
* لنډمهاله حکومت د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته هغه شرايط برابروي چې په ترڅ کې يې په بهر کې افغان مهاجرين او په داخل کې بېځايه شوي کورنۍ خپلو ځايونو ته ستنې شي.
* لنډمهاله حکومت ټولې درنې وسلې راټولوي او سپکې وسلې د اجازه ليکونو په وسيله ځينو ته ورپرېږدي. ټول هغه وسلهوال کسان چې اوس د وسلهوالو مخالفينو په ليکو کې جنګيږي افغانستان پرېږدي. هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، د افغانستان د قوانينو، د ژنيو د ۱۹۵۱ کنوانسيون او نورو نړيوالو قوانينو له مخې چال چلند ورسره کېږي.
* افغانستان د اسلامي کنفرانس د سازمان غړی دی او د دغه سازمان په مرسته د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون يو کاري ګروپ جوړوي چې لنډمهاله حکومت ته په ځينو حساسو مسايلو لکه د ښځو ښوونه او روزنه، د ښځو حقوق، حجاب، د معاصرو علومو زده کړه، د افغاني کلتور او ميراثونو ساتنه او نورو په اړه مشوره ورکړي.
* لنډمهاله حکومت د اساسي قانون له مفاداتو سره سم او د اسلامي کنفرانس د سازمان او ملګرو ملتونو په مرسته د نوي ولسمشر، پارلمان، ولايتي شوراګانو او د ولسواليو د شوراګانو لپاره انتخابات ترسره کوي او واک نوي منتخب ولسمشر ته سپاري.
* لنډمهاله حکومت مشر (ولسمشر)، وزيرانو، د سترې محکمې لوی قاضيان، او لوی څارنوال نشي کولای په راتلونکي لومړني منتخب حکومت کې د ولسمشر، وزير، د سترې محکمې د رئيس او لوی څارنوال په توګه کار وکړي.
## Section D. Poems, Anecdotes, and Reflections (Pashto)