ځـان و پېــژنـه
د اکرام تاج دی پر سر وو تا راتا کړ۱
شرافت دی پر عالم وو تا ترشا کړ۲
معرفت پرځای دی خپل کړ جهالت ۳
د محبت پرځای نفرت دی راپیدا کړ
مخنیوی له بیلاریو په لمانځه شی
له لمانڅه سره دې بیا هم ځان رسوا کـړ ۴
تشتت دی د وحدت په نوم خپور کړی
خپلی ځالی ته دی څنګه ځان بلا کړ۵
ته باید خوښ و تکړه وای بیله ویری
اوس دی ولی د پردو ځان د خندا کړ ۶
لږ راوګرځه و ځانته چی ته څوک یی
برئ هله که دی ځان رامونده بیا کړ ۷
(۱) وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ.
(۲) شرافة الانسان بالعلم و الأدب لا بمال والنسب.
(۳) وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ.
(۴) إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ.
(۵) وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ.
(۶) وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ.
(۷) من عرف نفسه فقد عرف ربه.