زما سخت ساعت
پر ټانکونو ورزغستل راته آسان وو
پر توپو ورټوپ وهل دا کله ګران وو
دهمزنگ، پلچرخي بندیخانې هم
ولچکونه، ځنځیرونه زولنې هم
کوټه کلپه د زندان د میلو شاته
وږي تږي او ناجوړه بې آسره هم
د نوکانو په وتو مې کله باک وو
نه مې باک وو د برقي قین و پانې هم
د مرګي پر پوله ناست چې هر ګړي وم
جوړ سړی چې له تعذیبه لیونې وم
دغه ټول راته آسان خو نه دا چې
بل حاکم وو، خپل وطن کې زه پردې وم
د هجرت بېوسه ژوند قبول په ځان وو
بېله يار، بېله دیار که څه هم ګران وو
سرې غرمې د پېښور، د اوړي تفت
په خېمه کې بې پکي سوزانه دښت
د اولاد رنځ، دردومرګ بېشکه سخت وي
شهادت د قوماندان وو تر ها سخت
کور مې ډک وو له معیوبو او کونډیانو
په لیدو به مې لیمه د وینو تشت
که مې سر وو په خطر کې او تشويش
د دښمن له ډېر قوت که وو نالش
دغه ټول راته آسان وو خو چې ګران وو
په جهاد کې د ملګري پټ سارش