×

زما مبارزه

دوکتور فاروق أعظم | ۳۰ سپتمبر ۲۰۱۱

دا ځبلي خپل ولس به را بیدار کړم په قامونو د دنیا کې به يې سردار کړم
دا ګلشن به موږ ساتو په خپلو وینو خپل ته باغ او هدیره به يې د اغیار کړم
په تدبیر به يې لیکمه تقدیرونه هریو تن به يې لکه ونه ثمر دار کړم
له هر بوټي به يې جګ منبر د حق وي یا به جوړ يې له لرګي پايه د دار کړم
ټول ولس به یو بدن او یو بې درد وي واټن کم به د دارا او د نادار کړم
د اسلام روح به وي روح زمونږ په تن کې هر افغان به جوړ سفیر د کردګار کړم
بې ديني د دین په نوم به شي نور ختمه حکومت به د ملت ښه خدمتګار کړم
ځای معلوم به د خپلوانو او د پردو وي سم توپیر به د اخیار او د اغیار کړم
فاروق ورکه کړه دغه ټکي چې په ما څه هریو پړ به د کښتۍ په نګاهدار کړم