×
سم آدرس

دوکتور فاروق أعظم |

کندهار کی در بدره يو فقير وودروازې ته دهر چا ولار زهير وو
د اختر په ورځ سهار چی خوشحالی وهحلال کړې ډیرو خلکو قربانی وه
غوښی ډیري په کوڅه کی تیریدیخپل خپلوانو ته دهر چا وړل کيدي
پر بډای وو د بډای نظر خیرات کید غریب کاسه وه تشه دغه سات کی
هغه چاته ډیر خیرات به وو روانچی له ها به يې هم طمع وه داشان
په خیرات کی د غریب ونډه دریمهاوس یې برخه رسیدلی وه لسمه
د بډای په مال کی حق د خوار معلوماوس یې حق داسی ګڼه لکه معدوم
لکه سیند پر غاړه ګرځی چی خوک تږیدلته هم اوس هر غریب ګوري دی وږی
سوه غرمه له قربانیو خلک خلاص سولخیراتونه هری خواته لاس په لاس سول
برخه کمه لویه سرکی دخوارانوکه بیا وه نو هغه یووړه چالاکانو
فقیر پاته سو بی برخی په اخترکیهیڅ رانغلی د بډای چا په نظر کی
وو سپین ږیری پر لکړه یی تکیه وهوو پریشانه او ستومانه يې څهره وه
سو ناهیلی او له خلکو يې شکوه وهاوس يوازي خپل و خدای ته يې اسره وه
ول و كورته د هر چا و دریدمهپر درگاه د هر ناکس و سولیدمه
و هر چاته می کږې د طمع سترګېکشکی سترګو کی می تللی تیری جرګې
و هر چاته کوږ مغزی ولاړ په ورکيد مغزی پر دړه غوزار وای لا په سرکی
نا امیده سوم له خلکو له کورو ييترحم ده کډه کړي اوس له زړو يې
ولاړ جومات ته نا امیده په زړه ماتد امید سترګې یی و یکی یوه ذات
د جومات ځنځير يي وواهه په زورهول الله : راغلی تا ته یم مختوره
له مخلوق دی نا امید یمه راغلیپه امید یم اوس و تا ته دریدلی
بیله ستا در اوس بل ندی را ته پاتهدی در پاته دا مختوری اوس و تاته
په ژړا ولاړ په ور کی د جومات ووله مخلوقه نا امیده، به زړه مات وو
يو لاروي ږغ کړ پر ها بوډا فقیرجومات قلف دی خوشی څه وهي ځنځير
سره غرمه ده ملا نسته طالبان همټوله تللی خیراتو ته او چړیان هم
داجومات دی د خان کور ندی نیکبختهسربداله گیچ ولاړ بې ځای، بې وخته
ول پوهیږم دا جومات دی پکی نسته انسانانخوها سته چی یی جوړکړی دا جهان
ول پوهیږم دلته نسته خيراتونهخو ها سته چی یی په لاس کی نعمتونه
ول پوهیږم دلته نسته مال دولتخوها سته چی ورکوي چاته عزت
ږغ می اوری، د ځنځیر ږغ ورته رسیلاس می وینی کچکول وینی هر څه کسی
زه به ژاړم په دې درکی تر هغوچی می ساه وي له بدنه په و تو
ها چی نورو تي ورکړي، ماته ندهپه همدی کی به حکمت وی ماته ښه ده
اوس قانع یم، تول تسلیم دده رضاتهاوس که ښه یم او که بد تسلیم قضاته
اوس مجبوریم بله لار نده را پاتهنه می مخته لار د تلو سته نه و شاته
په اخلاص یی اوس ژړله و بادار تهپه خضوع په تضرع و کردګارته
ها ولاړ وو د جومات ځنځیر په لاسپه قسمت خپل وو قانع بيله وسواس
د فقیر پر اوږه لاس سو ناببرهله هيبته وا بلا سوه پر را بره
ول پاچا د ملک یې غوښتی ژر کوههغه تا ته انتظار دی چی راځه
ده ول نه ځم کار می نـســته له شاهانوکلی نسی د شاهانو او خوارانو
ما غریب ته چی خیرات ورنکړ چاد اختر په ورځ نظر نشو پرما
نو پاچا به څنگه ما غواری نیکبختهپریږده دلته وي ولاړ دغه بد بخته
شاته ګوری چی پاچا دی سپور پر آسدشاهی جامه به تن خول بې له پاس
د اختر په خوشحالي ويشي داليو رعیت ته ورکوي مباركي
پاچا ورکړلی طلاوې په مټانودفقیر تر تصور هم ډیر یارانو
فقیر اوس په شکر کښو سو چی بادارهستا له دره چاره نسته زمور نا چاره
خزانی دی ستا په لاس کی بیمقدارههر دارا دی ستا دربار کی لوی ناداره
ول غلطو دروازو ته به ولاړ ومشرمیدلی زوکلیدلی شوړ و شاړ وم
نور به تاته يم ولاړ له تا بي غواړمستا د رحم امیدوار تاته به ژارم
که عزت دی ټول له تا دی که خوشي ده ټول له تا ښه و بد ټوله له تا دي او هستي نیستي له تا