رایـــــه
(طنزیه شعر)
ګران لوستونکي باید د دغه طنزیه شعر د لوستلو په وخت کې د شعر عنوان په خپل ذهن کې وساتي.
څوک يې خپل څوک يې پردي ته ورکوي
څوک يې چاغ څوک يې نري ته ورکوي
دا خپله خوښه خپل يې کار دی
چې يې روغ که لیوني ته ورکوي
چا ورکړې مجاهد ته بې پوښتنې
څوک يې ښه پاخه خلقی ته ورکوي
د شمال ټلوالې خپلو کې ورکړې
هزاره يې پنجشېري ته ورکوي
ما کرزی ولید چې خپله يې ورکوله
اوس به يې څنګه څوک کرزي ته ورکوي
د پیلان خو پیمخی هم سنډا وي
بېړاګان يې بېړاګي ته ورکوي
روشنفکر چې د غرب په لاړو لوند وي
نو هغه يې بیا غني ته ورکوي
او .... امریکا په ورکولو آمخته کړو
دوي پخپله يې توري ته ورکوي
او ای حفیظه! کوم خاین ته خو دا ورکړه
ښه هغه دی چې يې سپي ته ورکوي
حفیظ الدین پیرزاده
۱۳ جنوري ۲۰۱۴