×

مړ قام

دوکتور فــاروق اعــظم | ۲۴ اګست ۲۰۱۱

مړه قامونه جوړوي د مړو څلي مچوي یې د قبرو د سر خځلې
د ژوندو قدر کوي ژوندي قامونه پل پر پل د مشر ږدي هغوی ښاغلي
په تنګسه کې به یې ژوند وي چې ژوندی وي هم په کس کې به بې‌کسه، خوار، پردی وي
خو چې مړ سي بیا ژوندی سي زمونږ ښاغلی هر شاعر یې بیا په وصف کې ګړندی وي