لــویه خــــدایــه
دا کلام کړم ستا په نوم باندې آغاز
چې تر ټولو بهترین دی او دمساز
په حرمت د پیغمبر يې دلنشین کړه
که هر څو دی په ظاهره ډیر ناساز
ټول کارونه مې و تاته دي سپارلي
هغه وکړه چې ته خوښ زه سرفراز