×

د حضرت عمر (رض) وصیت

دوکتور فــاروق اعــظم | ۲۴ اګست ۲۰۱۱

فرمايلې خليفه عمر ښاغلي کتابو کښې مکرر دي دا راغلي
ول: «يارانو کښې ښه يار مې ها ليده چې يې ژبه پخپل واک کښې چليده»
«که هر څو جامې دي ډېرې ما ليدلي د تقوی تر جامه ښه مې نه کتلي»
«مال و دولت مې په دنيا دی ډېر ګڼلی قناعت مې تر دا ټولو دروند تَللی»
«برخې ډېرې مې کتلې، ډېرې ښې قناعت تر ټولو غوره، که يې منې»
«په نېکيو کښې زه بولم ها ځانګړې چې د نېکيو مشوره ده چا ورکړې»