×

غــزل

حـفــېظ الدین پیـرزاده | ۲۹ فبروري ۲۰۱۲

بیا د وطن حالت بدل ښکاري دې ګونډیمال پسې غوبل ښکاري
ما چې د خپل ملک ديموکرات وليدل اوس راته هر غټ سړی غل ښکاري
چې هم دې وژني هم دې دوست ګڼي خپل جانانه، پام! پدې کې چل ښکاري
ډېر سر تمبه وه، خو فاسده نه ول چېرته د کوم طالب محل ښکاري
د خپل شکست تصديق وارسا نه واخله لا د روسانو دلته پل ښکاري
دلته اتل خلک په بوتلو ولي ځکه مو هر بوتل اتل ښکاري
چې مېخ سالار دې مسلط کړ په مونږ ديموکراسئ کې دې خلل ښکاري
هر چا چې ولوټه په خپل انداز کې د حفيظ زړه ښار د کابل ښکاري